2020-09-21
نــــــــــــــــــه یې تیره جزبه شته ، نه یې بوی لري ګلونه
هسې وایي پسر لی دی ، خوندور شانته وختونــــــه
هلته اوس هم با داري کړي ، دخزان قاصد لا شته دی
قلنګ اخلي له ګلانو ، او په بڼ کې مو میــــشته دی
دوږمو کاروان یې لوټ کړ چلوي ډیر تنــــد بــــادونه
هسې وایي پـسرلې دی ، خوندور شانتې وخــتــونه
باغ کې هرڅه تالا شوي ، داڅــه ظلـــم او ســـتــــم دی
هربوراپه وینو سور دی ، هـــر بــلبل اخــتـــه په غم دی
دنـــغمو پر ځای ژړا ده ، واویــــــلا او فــــریــــادونــــه
هسې وایــــي پـــسرلې دی ، خوندور شانتې وختونه
په هر لور بل دي اورونه، هــرې خواته سرې لمبې دي
دمرغانو ځـــــالې ورانــــې ، ســــوزیدلې آشیانې دی
په دودونــــو کـــــې نه ښکاري ،دبـــوډی دټال رنـګونه
هسې وایي پــــسرلــــې دی ، خوندور شانتې وختــونه
دلتـــــه لـــــوبـــــه جـــــاري شــوې ، پــسرلیه تعداکېږي
په هرګل په هر ګلبڼ مې ، پــــه مـــــاکــــیږي په تا کیړي
څوچې داسر کښ طوفان وي ، اودا یاغي یاغي سرونه
هسې وایي پسرلې دی ، خــــونــــدور شـــا نتې وختونه