غزل

2020-09-21

داپه ثواب که په ګنا مینه خوره وره شوه

خدایه نن بیا مې په ښکلا مینه خوره وره شوه

په خوله دشمعې دمزار مې کړئ خبر که مړ وم
چې په وطن لکه رڼا مینه خوره وره شوه

احساس مې وتراشل ترې یاره دشعرونو غمي
په کاڼي زړه مې چې دتامینه خوره وره شوه

هره وینا دخلکو نیسم دمسکا په غیږ کې
ماته دتورو په معنا مینه خوره وره شوه

دادی ادا مې کړ دتا دحسن قرض جانانه
ستا چې په ناز او په ادا مینه خوره وره شوه

اوس يې نو وکاږئ په منځ کې په اسمان کې کرښه
اغیارو بیا په پښتونخوامینه خوره وره شوه

ستا خو بدلیږي ارزوګانې دم په دم جانانه
زما خو په هره تمنا مینه خوره وره شوه

اغوندي ساندې د(حسن) هم سندریزي جامې
خدایزده په شعر يې چې دچا مینه خوره وره شوه