غزل

2020-09-21

مين شوي په يو رب دي زما زړه

د خوبانو په مزهب دي زما زړه

د حسن انتخاب کولي نه شي 
ګوره څومره مزب زب دي زما زړه

يو چاته اقتدا تړي هروختي
په واجب او مستحب دي زما زړه

د ميني طريقت په کي پخيږي 
مد رسه ده هم مکتب دي زما زړه

رتبي او مرتبي ورته عبس دي 
پور مامور په يو منصب دي زما زړه