غزل

2020-09-21

ستا چی بنګړی مړوند کــــی شورواخلی

 زمــــا زخـــــمی زړ ګــــــــی ټکور واخـــلی
دجنـــو ميــــــــــره بـــــــيا را ووتـــــــــــــــله
 دچـــــــا جـــونـګړه به نن اور واخــــــــــلی
 زه يی په عشـــــق کـــی غيـــرت ګڼــــــمه
 څوک چی په مينه کی پيـــغور واخـــلی
 ياره چی زلفی په سپـــين مخ خــــوروی
 زمــــــــا دا سترګی ورته اور واخــــــلی
 لږ دی دپــښو ګونګروګان وشرنګـــوه
 چی می ربـاب غيږه کی شور واخــــلی
 ته دی خندا کــــــوه بـــــــی غمه اشــــنا
 پری چی غمونه دی غمـخور واخـــلی
 داسی می زړه پوری لــــــږو ســـــولوه
 لکه ماشوم چی غيږ کی مور واخلی
 دغــــريبــــــــــــی يی څه پروا مه کوه
 بيا به هندو مـــــامــــا نه پور واخلی
 که کا مه وال ته دی دمــــــينی ووی
 دلاس بنګړی به درته نـــــور واخلی