2020-09-21
په غټو غټوراتــــــــه وينـــــــــي يــــــاران
ولي داڅومره شوه بي مينــــــي يــــــاران
څومره که وګرځيدم ښـــــــــکته پـــــورته
پيدامې نه کړل څورښتيني يــــــــــــــاران
چې په ژوندون راته ونه رســــــــــــــــيدل
تش يادوي مي اوس په مړينې يــــــاران
له وېرې غږايســـــــتلی نـــــــــشم خـــلکه
پښي اوس ږدي زماپرستوني يـــــــاران
دنورو دردته به شي څـــــــــنــــــګـــــه دوا
ګرځي په خپل منځ کي خواشيني ياران
لږڅه انصــــــــاف خوورته ورکړې خدايه
په کامه وال کــــــــوي نــــــاشوني ياران