خونه د پښتون چې په كې لويه خدايه ړنګه ده
دا دنيا دي اور واخلي او دا دنيا بدرنګه ده
ولې ويني، ويني كندهار او پېښور زموږ
ولې مو د جبر زمانې ته ژبه ګونګه ده
څو به انقلاب وي او ترڅو به ورور وژنه وي
دا جنتي سيمه او تبا تبا له جنګه ده
پېغلې د عربو او پنجاب په خولو پايي زموږ
دلته پښتنه پېغله ساده ګرځي ملنګه ده
ستا د ميو زور ښكلې، سعيد چې راندانه ګرځم
چاوې چې مستې مې يا له ميو يا له بنګه ده