غزل

2020-09-21

 انعام د خپلي مينې نذرانه کي درکووم

دا زړه او سترګي دواړه په توپه کي درکووم

له مانه به څېپڅلې په دي ټول کلی کې نه وی
چي زړه درته په داسی زمانه کي درکووم

د سترګو له ډيوو نه دي رڼا د ژوندون اخلم
خو راز د محبت د زلفو شپه کي درکووم
 
ميدان د امتحان کی چيرته راغلي شمع مخيه
دا ژوند به مي پتنګ غوندې لمبه کي درکووم

د حسن نغمه ګره هر سوال ته دي تيار يم
جواب به په غزل يا په ټپه کي در کووم

جانان راته ويل زما ملنګ څاروانه راشه
خيرات د ديدنونو دروازه کي درکووم