غزل

2020-09-21

 غشي د بڼودې برابر لگي

کله مې زړگی کله ځیگر لگي


زه ورته جوړ چا په گوته کړی یم

کاڼی چې راځي زما په سر لگي


زه یې چې هر لوري ته جار باسمه

دا سپېره تندی مې ستا په در لگي


ستا د خوږې ژبې دعا گو یمه

مه کوه ښېرې په ما اکثر لگي


نن چې ورته یا په مینه وکتل

اوس به د اسرار ولې نظر لگي


۲۵ می ۱۹۶۳ پېښور