غزل

2020-09-21

 نن مې د زړه اندېښنه بل رنگې ده

داسې ښکارېږي کیسه بل رنگې ده


چا جوړې بل گلشن ته اور ورته که

سپرلي راوړې وږمه بل رنگې ده


له خپله ځانه سېوا هېڅ نه ویني

د ښکلو خلکو نشه بل رنگې ده


دکتابونو د ښمنان  ډېرېري

په جهالت کې مزه بل رنگې ده


زاهده ستا د کوټه گۍ نه بهر

لږ خورا ووځه نقشه بل رنگې ده


څوک چې یې څومره سموي ورانېږي

پښتون ته پېښه لانجه بل رنگې ده


اسراره هسې نه چې روک شې پکې 

ددې دنیا دا مېله بل رنگې ده