2020-09-21
ستا دې چاو دلو وچو شونډو ټکور شته او که نه
زما غزل کې وایه دغه انځور شته او که نه
دا چې صدۍ ده درڼا مونږ رڼا او نه لیده
دا چې تیاره ده په دې چم کښې پېغور شته او که نه
چې خپل مین ته تاو د ژوند ورکړي د مرگ په درشل
دجانان مړو ځپلو سترگو کښې اور شته او که نه
دا چې انسان نزدې کوي نړۍ یوه جوړوي
په دغه کلي کښې زمونږ چرته کور شته او که نه
چې ما له ټک راکړي او خوله مې کړي له زهرو ډکه
ستا په سپین مخ باندې د زلفو منگور شته او که نه
وخت نن هر څه تلي د عقل او شعور په تله
اوس دا هنر نه دی ستامټو کښې زور شته او که نه
چې زه ئې نن په رڼو اوښکو درته ووینځمه
منگله! ستا سپینه لمن باندې تور شته او که نه