غزل

2020-09-21

 لکه د گل د خوشبويې هسې پرېشان گرځم

زړه مې راټول نه کړو که څنگ کښې د جانان گرځم


یوځل خونه دی کرکې څو څو ځل وژلی یمه

دازور د مینې دی ژوندی چې په جهان گرځم


زمکه مې مور ده چې د زمکې وفادار نه شومه

اسمان گرځیږي به په ما که په اسمان گرځم


ضدي که ډېر دی خو له ځان یې بېلولی نه شم

زه د قامونو په قطار کښې به "افغان" گرځم


دابې ایمانه وخت د خلکو ایمانونه اخلي

دې بې ایمانه وخت کښې ټینگ په خپل ایمان گرځم


منگله ! عمر رانه لاړ خو مینه تلې نه ده

دا د ځوانۍ مېوه چې خورم همېشه ځوان گرځم

د ښاغلي اسیر منگل شعرونه - نور