باران ورېږي، خو شراب نه شته
زړه مې تخنېږي، خو شراب نه شته
وينې بهېږي، جهاد روان دی!
اوبه خرڅېږي، خو شراب نه شته
د دې شيخانو، په ميکده کې!
ساقي ګډېږي، خو شراب نه شته
کوکنار ګلان دي، اپين به وشي
پوډر جوړېږي، خو شراب نه شته
شونډې به خاورې، څوک درله درکړي
ماښام تېرېږي، خو شراب نه شته
دوه درې حاجيان مې، انډيوالان دي
بنګ رارسېږي، خو شراب نه شته
څو پانګه والو، څټونه وکړل!
ولس خوارېږي، خو شراب نه شته
چې مياشت پوره شي، کرايه غواړي
کوټه څڅېږي، خو شراب نه شته!
پوهې او عقل، دې سر خوړلی!
وطن ورانېږي، خو شراب نه شته
سړی مئين شي، يا مهربان شي!
شعر ليکل کېږي، خو شراب نه شته
ته غاړه ورکړه، ورته مسکی شه!
ځواب ځوانېږي، خو شراب نه شته