غزل

2020-09-21

هغې ته ووایئ ! ترڅو به مې ازار اخلي
چې رانه درومي نو قدم دې په کرار اخلي

سپېدې چې وچاودي ډیوه په لاس کې هله راشي
دشپې مې ووژني خبر مې بیا سهار اخلي

دوصل (می) دې د نظر په جام کې پټ وساته
معتاد دشونډو یمه بېرته مې خمار اخلي

څو به له یو بل نه جدا وي دغه دوه جسمونه!
څو به په زړونو کې لمبې د انتظار اخلي

ته خفه مه شې! دګلونو ډالۍ څه کومه؟
سپرلی خو ستا د ښایستونو نه سینګار اخلي

موخه یې څه ده (سباوونه) خو رقیب سوځوي
په ډک محفل کې چې زما نامه تکرار اخلي

د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه - نور