غزل

2020-09-21

څومره په نه زړه څومره ګرانه مخه ښه کومه
دا ستا له یاد سره جانانه مخه ښه کومه

دفلسفي جنون په داسې حد کې ودرېدم
ځان ته راځمه خو له ځانه مخه ښه کومه

په تا یې سپارمه خو پام ! ګوره رسوا مې نه کړې
اوښکې مې پټې کړه ګرېوانه مخه ښه کومه

چې له ما درومي بس همدغه د قیامت نښه ده
ځه کنه ! ولوېږه اسمانه مخه ښه کومه

زما په وران ګوګل کې ګونګه معماء پاتې شوې
پوره مې نه شولې ارمانه مخه ښه کومه

په سپین کفن راته د عطرو په ځای اوښکې توئ کړه
ځم ! (سباوونه) له دونیا نه مخه ښه کومه

د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه - نور