غزل

2020-09-21

دومره غمونه راکوي ژوند چې یې تاب نه لرم
په خوشحالیو کې قسمت خانه خراب نه لرم

له مایې څه پوښتې؟ دخپل هوس تابیا دې کوه
زه خو بغیر له تانه بل څه  انتخاب نه لرم

غربت په هر قدم وژلي دي د وخت په لاره
دځوانیمرګو ارمانونو مې حساب نه لرم

چې د راتلو امید یې نه وي انتظار څه مانا؟
خدایږو د زړه دغې پوښتنې ته ځواب نه لرم

ګیله مې نشته ګناهکار د خپل نصیب پاتې یم
دچا په حسن کې چې برخه د ثواب نه لرم

سپرلی تېر شوی (سباوونه) ورته څه ډالۍ کړم
اوس خو په لاس کې د ځوانۍ تازه ګلاب نه لرم

د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه - نور