غزل

2020-10-27

ورځې مو تورې تېرېدې، شپې مو رڼې لرلې

ستا محبت څومره عجيبې حادثې لرلې

 

زما د درد هرې خبرې ته يې غوږ ايښوده

دغه خوبۍ وې، چې واعظه ميکدې لرلې

 

کله غربت، کله پښتو او کله وېره له ژوند

هرې اۤرزو ته زمانې زموږ پلمې لرلې

 

له همغه نه به مذهب ته وه ورپېښه خطره

چې کوم سړي به هم په خپل لاس کې تسپې لرلې

 

زموږ د زړونو يې په در کې و بس دغه مقام

هغې د خپل حسن لپاره ۤايينې لرلې

 

زما او ستا له محبت او له بېلتون ماسوا

د دې وطن هرې کوڅې بلها کيسې لرلې

 

اجمله هغه زمانه لاړه، چې دې ښار کې به 

لاسو ګلاب درلوده، سترګو به ډېوې لرلې