غزل

2020-09-21

پـــــــــټ يمه جــــــانــانه په ګل پانو کې
مـــــــــــــه مــــې لټوه زړګې په کانو کې


ما د تـــــــــــــل قــــــــدم په ليمو وړي دي
خير که نن مې شمــــــــاری رقيبانوکې


وائي ليــــــونـــــــې راتـــــــه دکلې خلک
ته مې ولې بولې لــــــيونيــــــــانـــــو کې


مونږ نه پسرلې په ژړا تـــــــــــــــتلې دې
ځکه خوشبوئې نشته ګلانو کـــــــــــــې


زيري چې په مونږ دنارنج ګل کــــــــاوه
نشته ا بلبلې په مــــــرغـــــانــــــــــــو کـــې


لاس کـــــــې مې دګلو ګيډې سا ورکړه
ورک چې مې جانان کړو غمازانو کې


لوبې  بـــــــــــه   د  زړه  په   پرهرو  کوې
نشتــــــــه  ده  وفـــــــــا  په   دلبرانو  کې


ما پـــــــرون پــــــــاميــــر اشنا ليدلې وه
ستړي حيران ناست وه په يارانو کې