غزل

2020-09-21

ز ما يا ر زمـــــــــا نـــــه ولـــې بېـــــــــــلوي
غمازان مــــــــې داســـــــې ولـــــــې ژړوي

له ماښامه تـــــــــــر سهـــــاره مې ژړلـــــي
ديار غم مې دزړه ستــــــــــرګــــــې ړندوي

چا چې کـــــــــــــړی دي ازان  د محبــــــــت
کا فران هغه بيـــــلال حــــــــــــــلا لـــــــوي

زه په کنده کې يم پروت هر يو خبـــــر دی
خلک تيريږي خوڅوک لاس نه راکـــــوي

ما ټو ل عمر د هغـــــــــــــې لارې څــــارلې
هغه خپل زړګی بل چــــــــــا تـــــه ور کوي

د  پا مير  د ښکــــــــلو هيلو ښکلې نا وې
په خپل لاس ورتـــه اوس سترګې ړندوي