اوه،
څومره ښايسته يې پېغلې؟
خدای دې نظره مكړه
زلفې دې شنې
سترګې دې شنې
والۍ دې شنې
شينكی پړونی دې له ملانه تاو دى
اوه
څومره ښايسته او زرغونه يې پېغلې!
زما په زړه كې خو دې شنه مينه را كرله.
پوهېږې؟زموږ كلي كې
لكه چې ته يې داسې هيڅ شى نشته
ولې سپېرې سپېرې دي
ونې سپېرې
دېرې سپېرې سپېرې دي
ژبى سپېرې دي زموږ
سپېرې خبرې كوو
سترګې سپېرې دي زموږ
يو بل ته ستړي په سپېرو سپېرو كتلو شولو.
ته راته ووايه چې نوم دې څه دى؟
- نوم مې؟
زه دسپرلى پېغله يم
هركال راځم
پردې ښارونو او پر كليو ګرځم
پر خلكو شنه شنه سوغاتونه ويشم.
- د پسرلى پېغله ده!!!
د پ
س
ر
ل
ي.
(زموږ په کلي کې د شنو خنداوو نښې نشته
زموږه ميندې زړې شوي ندي
خو تور ټيکري له سره نه بدلوي.
دغه څو کاله کې چې زه پوهېږم
زموږ پر کلي د خندا او د خوښيو وچکالي راغلې
موږ د رنګوو سين کې،
لمبا خو څه چې مخ او لاس لاتازه کړي ندي
ځلمي،د شنو ټيکريو لاندې
زموږ دکلي د نيمزالو او د پېغلو د مستيو او خنداوو د پړقاوو
د ليدو او آورېدو خوبونه هم هېر کړي.
د پېغلو سترګو د ځلميانو شنو سترګکو پسې لارې وکړې
شنه دسمالونو کې تاو کړي، يوه هينداره،شنه خالونه،په مريو ښکلې شوې د رنجو کڅوړه
پېغلې د کلي د ويالې غاړه کې بيا نه مومي
او په پلو کې دمنګي تر لاندې
د مور له سترګونه يې نه پټوي.
که چېرې دا راشي زموږ کلي ته....)
يه شنې لمنې پېغلې!
تا ته لمنه در وړم
ستا له لمنې نيسم
تازده والله ووايه
زموږ دكلي خواته كله راځى؟