ومې ليده راغله د پلو څنډه يې شاتـــــــــــــه کـــــــــړه
ماهم دکلونو د نظر تنده پرې ماتــــــــــه کـــــــــــــــــــړه
ما چې پکې نه ويني له خاله ورنـــــــــــــــږدې يـــــــمه
ته ورته ای خدايه د ښکلا هينداره مــــــــاتـــــــه کړه
تېر ځل دروازې نې (* )د نظر په کاڼو وويــــــشتم
مور يې شوه په قاره خپله لور يې زر کلا تــــــــه کړه
ما مې د زړه وينې په منګول کې ورته تويـې کړې
دې د سترګو جام کې له يو ګوټ سره هـــوا ته کړه
ما له لېونتوبه د مچکو سين کې ډوبـــــــــه کـــــــړه
دې وېلې آشنا پر لېونتوب دې څه ورزيـــــاته کړه
*نی د نه يې مخفف.