غزل

2020-09-21

بـېـګـاه خو يو وارې خوب رنډؤ وې يې نه درځمه
بـرعـكس ديــار يــادونــووې چـې په لـيمۀ درځمـه
 
زړۀ خوپه زړۀ باندې ائينه دى زړۀ په زړۀ پوهيږي
تــۀ زمــازړۀ يــې اشـــنــازۀ بــه لـــكــه زړۀ درځــــمــه
 
ســتــاتــنــده غــرى نــظـرمــه شــه تـږى تـږى پـاتـې
زه بــــه پــــه مــــثـل دبـــاران اوبــــۀ اوبــــۀ درځــمــه
 
كـــلـــه راځـــه كــلــه بـــه زه درځـــم پــه مــيــنه مــينه
داسې دې چېرې په خولۀ مه راشه چـې نۀ درځــمه
 
ګــلــې ســنــدره بــه دې كــړمـه اوغـزل بــه دې كـړم
دتـــارپـــه لاروبـــه خـــوره خــوره نــغــمــۀ درځــمــه
زمـاهــلالـه زمـاسپـينې سپـوږمۍ ،ژونـديـې زما
دشــمـس دوړانــګـوپــه رســا لاروبـــه زۀ درځــمــه