غزل

2020-09-21

ستاسنــــــــــدرې ملغلرې ستـــــــــاټپــــــــــــــــې دي دملالې
دسروزرو،دالماسواودګــــــــــاڼـــــــــــــورنـــــــــګ به وركړم
زمااوستـــــــاپښتــــــــنه ميـــــــــــنه دڅېـــــــړيوپه هېوادكې
دګـــــــورګــــــــورورنـــــګ به وركړم دمماڼورنګ به وركړم
ښـــــــــــــــــاپـــــــېرۍ به راكوي پرې له خندانه ډكې شونډې
هرغــــــــــــزل تــــــــه مې ،دكلي دسپين كاڼورنګ به وركړم
غزلتـــــــــــــــــوري مې دې روږدي مرغكۍ كه شي رالويې
دكوتــــــرورنـــــــــــــګ بــــــــه وركړم اودزاڼورنګ به وركړم
دستاشونډې سپېرې مه شه،دغه خاوره به خداى ګل كړي
بـــــيابــــــــه وخــــــانـــــــــــدې له نازه دګلپاڼورنګ به وركړم
ستاخالونه به تــــــــــــازه كـــــــــړم لكه شمس پخپلووړانګو
ګلې تك شين رنـــــــګ به وركړم دبوكياڼورنګ به وركړم