غزل

2020-09-21

درپسې ګرځمه او ګورمه دنـيا درپسې مړ مړ يمه 
خه مې هير شوى وې اوس بيا درپسې مړ مړ يمه

چـې مې په څــه هنر په زړه باندې راننوتې 
چې دې څـــه وکړله پـه ما درپسې مړ مړ يمه

ټول عمر جنګ دى او لوګي دي او تـياره تـياره ده 
چرته راځې که نه رڼا درپسې مړ مړ يمه

نور مې همداسې ليونى ځان پسې مه ګرځوه 
يو لــــپه مــــينه راته را درپسې مړ مړ يمه

باران لوخړې دي مــــاښام دى ته هم رانعلې 
ولاړ چترۍ لاندې تــــنـها درپسې مړ مړ يمه

سترګو دې څه وکړه په ما ودان خراب دې کړمه 
کيږي مې بنده بنده سا درپسې مړ مړ يمه