غزل

2021-04-05

اننګو کې دې انار پراته دي ياره 

زمونږ زړونه په انګار  پراته دي یاره

 

لاندې مه ګوره چې ځې خپې به پرې کیږدې 

خپل باڼه درته په لار پراته دي یاره

 

انتظار کې کوم میین کرخې پرې کړي

يادګارونه په چینار پراته دي یاره

 

دغې کونډې کره هیڅ هم بیګا نه وو 

ماشومان یی ټول نهار پراته دي يآره

 

د ودان غزل په ځمکه پسرلی دی 

ټول لفظونه یی سینګار  پراته دي ياره