د خداى حسن خلقت ته په سجدى شوې او که نه شوې
آي زړه پسې بهر له دايرې شوې او که نه شوې
د زړه له ډيره درده چې مى آه د خولې نه ووت
راښکته له آسمان نه پريښتې شوې او که نه شوې
همدا د پښتنې ميني آثر وي اضطراب وي
ته وګوره په واورو کې خولې شوې او که نه شوې
لږ راشۍ جنګ پرستو قدم ځاى په کې پيدا کړۍ
راتنګې مو د کلي هديرې شوې او که نه شوې
خپل حسن خيژولې وې غرور د اسمان سرته
راپريوتې ښيرې مې درپسې شوې او که نه شوې
تقدير چې مو ترمنځه جوړول تور ديوالونه
رښتيا ووايه سترګې دې لمدې شوې او که نه شوې
عابد د مور دعاوو روڼ مشال ځان سره واخيست
رڼا ورته د ژوند تورې تيارې شوې او که نه شوې