تر اوسه مې نمجن پروت دى ګريوان په سمندر کې
بــــــــيګا دې ياد راوښوده اســـــمان په سـمندر کې
ته راشه درته کوم ډول ســـــينګار يي دى در کړى
ته راشه لږ دې وګوره خپل ځــــان په ســـمندر کې
هر څاڅکى چې رالويږې نو تصوير دې پکې پروت وي
دا څو ورځې ورييږي شړک باران په ســــمندر کې
چې دا سړى به کله د سپوږمۍ غـــــيږې ته رسې
هغه پاس په اســـــمان کې دا روان په سمندر کې
وجود مې رانه نيم نيم خورې همداسې ختموي يي
وجود ته مې پـــــــراته دي څو مهيان په سمندر کې
ورک دى پکې اوس هم د چا سترګو پــــــيدا نـــه کړ
ماشوم و چــــــې لويدلى و ودان په ســــمـــندر کې