غزل

2020-09-21

شکوي ئي وړي ئي هره ورځې په لمنو ګلان 
دا سړى ولې ؟ نه پريږدي زمونږ په ونو ګلان

د جنګ باداره نور پرې موړ دى نور پرې مه اخله جنګ 
بس کنه څو څو وار دې يوړل په چاٶدنو ګلان

که ډير څه نه وې نو لږ څه خو ورکوم زيري کې 
په دغه زيري چې راوړي سوله په څڼو ګلان

په دې سپرلي کې دې وربل همداسې نه پريږدمه 
په دې سپرلې کې به راوړم درته په ژمنو ګلان

دغه يو يو يي په ټول ښار هم ګوره نه ورکوم 
ودانه زمونږ د غـــــرو لمنو د کرکڼو ګلان