2021-04-05
سم لکه په زخم کې چې درد وي په غذاب يو
ژونده لږ خواږه خواږه راوګوره خراب يو
نہ یې حرڅوو د بنگو بوټي نہ يې اخلو
مونږہ سوداگر د ژوند بازار کې د گلاب یو
مونږه د ټوپک موپک خبرې چاته نه کوو
مونږه د سيتار خلک يو مونږه د رباب يو
بدبخته پښتانه يو کم شومته يو ودانه
څوک چې په ماشه واړوي ګوته انتخاب يو