نه در رسيږم څه چاره مې وکړه
راشه مړکيږم څه چاره مې وکړه
شپه ده روان يم ديوالونو پــورې
زنګيږم لويږم څه چاره مې وکړه
ته راته ګورې زه اخستى يم سيند
پکې ډوبـــيږم څه چاره مې وکړه
په غــرونو غــرونو درپسې راغلمه
نور نو غورځيږم څه چاره مې وکړه
ودانه اوس دې په ټــول کلي کې زه
په نــوم ياديږم څه چاره مې وکړه