غزل

2020-09-21

خـــــزان مــــوسم و او له ونو تويدې پاڼې 
ما به تصوير درله ويــــسته تا رانيوې پاڼې

ستا په تصوير کې ستا په زنه آ حال چا ايښى دى ؟
د ګل ډنډر دى او ورکړي ئي دي درې پاڼې

ته رانه لاړې او که څه دي بدرنګ خوب مې وليد 
ما به ځولۍ ترې ډکوله او باد وړې پاڼې

ما مې هغه ورځ زما او ستا تصويران وسوزول 
په کومه ورځ چې ته زما له غيږې تلې پاڼې

زمــــا د ژوند د ډيـــوې هلته وې يا مړې پاڼې 
ستــــا په ډولۍ چې د ګلـــونو وريدې پاڼې

څه په کمکۍ ځوانۍ ايره شوې د ودان وجوده 
څه په کمکۍ ځــــوانــــۍ دې اخ ورژيدې پاڼې