غزل

2020-09-21

پکې پروت يم لکه خلى يمه ژونده 
ستا په سترګو کې لويدلى يمه ژونده

راسره شه نور نو ستړى يمه ژونده 
د غنم په شان چاٶدلى يمه ژونده

ته که هر څومره په شا رانه روان يي 
يو چا تا پورې تړلى يـــــــمه ژونده

د اوبو عوندې د هر څه نه راتير شه 
ګنې مرمه جل وهلى يــــمه ژونده

مور نه هره ورځ تپوس د هر شي کړمه 
مورته ځکه نازولى يـــــمه ژونده

که دې واخيستم نو بير ته به ژوندى شم 
ګنې مخکې دې وژلى يمه ژونده

دې سړي پورې هم تللى يـــــمه ژونده 
خو خالي لاس ترې راعلى يـــمه ژونده

راپسې ذره ذره راټــــــولــــوه مې 
ودان لاره کې شيندلى يمـــــه ژونده