غزل

2020-09-21

زما دی دومره نصیب خوار، پروت دی
سیوری مي سوزي په انګار پروت دی

غږ دې د سترګو د اقرار ورو کړه
نزدې په شونډو دې انکار پروت دی

لۀ دغې زمکې ها پنځم اسمان ته
لاس کړه ور هسک د شعر معیار پروت دی

نخرې دي وکړې ،په هډوکو مسته!
د کاڼو پلار غر هم قرار پروت دی

ښه مې په یاد دي ستا تصویر مې کېښود
خو، کتابچه کې مې اوس مار پروت دی

د وړې ماشې په وړه سترګه کې
آه،څومره لوئ پروردګار پروت دی

سپوږمۍ کې داغ ویني،خو دلته ړوند شي
چې تک تور مار یې په ټول ښار پروت دی

د اوږې یاد دي راغی سر مې چووي
وړاندې د ګل په اوږه خار پروت دی

وي به اوس خاورې، بیاهم غږ ټیټ کړم
وایم، په خونه کې مي پلار پروت دی

دادی،ستاسیوری مې ترتا راوړلو
ځم اوس ستاپل راوړم، په لار پروت دی

ضرور به خوب کې ځان وژنه کوي
دا کوم سړی چې انتظار پروت دی

د قامتونو حال له چا څۀ پوښتې؟
هاغه دی،وینې یې؟ چنار پروت دی

شک مې په ځان د خزانې راځي
په زړه مې تل د زلفوتار پروت دی

ستورو! تراشي مو سبا، غم مکوئ
نن نسیم ویښ دی خو ایثار پروت دی