غزل

2020-09-21

د غرور ټولې فلسفې یې ستاپه سترګوکې وې
دریاب په زمکه وو څپې یې ستاپه سترګوکې وې

ستاپه نظرکې هسک او ټیټ وو هسک او ټیټ دجهان
اسمان وو هالته او زینې یې ستاپه سترګوکې وې

خدای شرابخورځکه هم نه بخښي په دغه ګناه
شراب بوتل کې وو،نشې یې ستاپه سترګوکې وې

تا سترګې واړولې، مړشوڅوک،عجبه نه ده
ژوند په شېبو کې وو، شېبې یې ستاپه سترګوکې وې

تکرار ایثار نه کړي،او نوی بې تا نشي لیکی
دغزل ټولې تجربې یې ستاپه سترګوکې وې