تر یو غنم ښه وه، تر یو څاڅکي اوبه زندګي
اخ! ما به نۀ ویل! چي وړاندې مه ځه مه زندګي
یوسپین بېرغ د بل مزار رنګین بیرغ ته ویل!
لالا! موږ ولې له یوبل نه اخیسته زندګي ؟
د مخه ښې په وخت مي هم په خندا درکړ رخصت
په قیامت مي هم په شونډو درته وه زندګي
یو داسې څه، لکه د مور دعا د ډېر ژوندون
یو داسې څه وای چي لږ لږ پرې کمېده زندګي
آه، تۀ چي نه وې نو حواسو مي زۀ نه پېژندم
اخ، زۀ چي مړ وم زما څومره یادېده زندګي
له مرګ نه وروسته ژوندون؟ اخ اخ اُف اُف، داڅه وایې؟
له مرګ نه وروسته به مي بیاهم خوري یوه زندګي ؟
د هغې مړې پېغلې د موټ لاس په کاغذ کي لیک ؤ
تۀ مسافر شوې، بس له مانه نۀ کېده زندګي
زۀ تورې خاورې شوم ایثاره! باید شوی هم وای
چي زۀ وجود ومه او هغه نومېده زندګي