غزل

2020-09-21

بیل موږ شو او په سر مو شوه ګنا د دېوالونو
تۀ نه اورې؟ زۀ اورمه ژړا د دېوالونو

د زړۀ د مینې لمر مي ؤ ډېر پورته خو تر عرشه
سرونه لګېدل ستا د کلا د دېوالونو

تا دلته دي خندلي یوځل تاته یې کتلي
درز درز مي ده د خونې هره خوا د دېوالونو

زۀ دغه شېبه ژوند ګڼم، راتلونکې شېبه مرګ دی
تۀ سوچ کوه همداسې په دریا د دېوالونو

ما ستاد راتګ ځان سره وعده تکراروله
زۀ کوڼ کړمه په ځان پورې خندا د دېوالونو

تۀ غواړې چي د زړه په ورین ورغوي کي مي شین شې؟
تۀ غواړې بنیاد کېږدې په هوا د دېوالونو ؟

باران کي چي لامده شي،هو هو هغه،بلکل، هغه
د عطرو دوکانداره!خوشبو را د دېوالونو

حیران یمه ایثاره! د خپل سات کمزوري ستن ته
شېبه شېبه مي اړوي سا سا د دېوالونو