تور لوګی په خوله کي را کړي، او په سا یې اړوو
لکه ژوند چي ناروا وي، په روا یې اړوو
زموږ د غرونو وجودونو غرور هم څه د کمال دی
لمر که هرڅو ګڼي ځان هسک خو تر شا یې اړوو
ښه دي غږ اورو نړېږې خو اسمانه!بس له وېري
پۀ،ږلۍ،واوره،باران او په برېښنا یې اړوو
موږ څلور خوا دېوالونه تر ډېوې تاو کړي نۀ ؤ
دابه ځان غلطوو چي په هوایې اړوو
دي ستا سترګي زمرۍ دومره ؟چي بس ټول راټول مو وخوري؟
هو، خپل ځان په موږ تاوان دی په بلا یې اړوو
مسئولیت د بندېدلو مو هم طمع وي له نورو
چي له خولې مو هم غاښ ورک شي په باچا یې اړوو
ستا دروغ،مکر، کمال ستا د زات نۀ دی تېروتلیه!
داهم زموږه کرامت دی، په وفایې اړوو
بیا نو موږ هم خبر نۀ یو چي د چاشي، څنګه ورک شي
خو، چي لاس ګیا ته ور وړو په کیمیا یې اړوو
تۀ به وایې خدایه! موږدې دوه جهانه له تا غوښتې
بس ، لاسو مو اور اخیستی په اشنا یې اړوو
هغۀ سترګې،خوله،خبرې! راځه پرېږده نۀ ورګورو!
که بیا ورک شو یو له بله ،زړه! په چایې اړوو ؟
زموږ ایثاره! بې له میني نور هیڅ بخت او هنر نشته
مۀ مۀ،ښار له موږ نه ساتئ په صحرا یې اړوو