زده کوم به ستا د خولې له بهانې نه
غرونه جوړ کړې له وړې شانې پردې نه
دا شېبه به زرکلنه د دوزخ شي
ستا د شونډو د انکار له زمانې نه
په جنت کي یې هم غم جوړ کړ، ادمه!
دلته هم دی د غنمو لۀ دانې نه
چې تر خپل وجوده ډېر دی زما زړه کي
یار خبر نه دی له خپلې مرتبې نه
هیڅ بې هیڅه دې مخ واړو له ما او
په لحد کې دي مخ واوړه له کعبې نه
ته چې وایې څه کیسې دي په جهان کي
زۀ خبر نه یم د خپل ځان له کیسې نه
ښه!تۀ لاړلې؟ادا شوه؟عجیبه ده
هیڅ خبر نشوم له خپلې جنازې نه
له اوبو چي بېلوم اوبه، دردېږي
تږی پاڅېدم ایثاره! له چینې نه