غزل

2020-09-21

د هیلو غرونه مو پر سر دي ،بله چاره نشته
بې زهرو هم مرو ضرورت یې دوکانداره نشته

غوصه شو، وېل یې د لاس کاڼې ته،تف ستاپه قسمت
په دې ړنګ ړنګ ښار کې یوه هم روغه هنداره نشته

دومره خبر یم، چې د خدای په دغه لوئ جهان کې
ښۀ ژوند کافروته هم شته خو زموږ لپاره نشته

سپوږمۍ کې تنګ شوم اوس تر زمکې بېرته څنګه لاړ شم؟
ځان مې یادېږي او تر ځان پورې مي لاره نشته

په مخ دې جوړ د ګران هیواد بیرغ،ډېر ښۀ ښکاري، خو!
ځه! تۀ قسم وخوره په جېب کې دي کالداره نشته؟

سلام لۀ لرې کړۀ، له لرې کوم، دا ډېره ده
رانزدې نه شې چې مې هیڅ نصیب له یاره نشته

تۀ چې ما وژنې، ښۀ کړې، زۀ چې اخ کوم، کفر دی
ښۀ، نوره ښه یې ؟ بله خور ترتا هوښیاره نشته؟

د اخلاص لاس غواړي او سترګې، د وطن ګرېوان
نوره خو دومره فاصله تر ستن او تاره نشته

تاسې حیران شئ تنها یو ایثار بې یار دی پکې
زۀ ډېر خفه شم ښارکې یو سړی بې ماره نشته

زۀ مړ هم نه یمه ایثاره! په جنت کې یمه
یم خوار ضرور خو د اخلاص هیله مې خواره نشته