غزل لمر چې مي اسمان منلی نه دی
ما پخپله هم خپل ځان منلی نه دی
د سپو کور په کور بدۍ فقیر ته یوۀ ده
خو انسان لا بل انسان منلی نه دی
د کعبې له نړېدو پرته، شیطانه!
ستا کوم حُکم مسلمان منلی نه دی ؟
تۀ یو ګل ددې له بوئ سره قیاس کړې
ما لۀ عطرو ډک دوکان منلی نه دی
په سجده سجده قتلېږم بیاهم خدایه
خلک وایي،تا قرآن منلی نه دی
تاپسې چې تارتار شوی ؤ تار تار دی
دې ټټر لا روغ ګرېوان منلی نه دی
بختوره! د کالۀ یې نګهبان یې
او ایثار یې په حیوان منلی نه دی