افغانستان ته داوبامادپټ سفرښکاره موخي اوبوږنونکي پایلي یې !


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سید سعید
  • 1484

دامریکادولسمشرپه توګه داوبامادټاکل کیدوڅخه وروسته تمه کیده چي نوموړی به دمتحده ایالاتودولسمشرپه توګه بهرته درسمي اونارسمي سفرونوپه لړکي لومړی افغانستان ته راسي ؛ځکه چي یوخویې دولسمشرۍ د ټاکنوپه منډوتړوکي دبهرنۍ تګلاري په سرکي افغانستان ځای درلوداوله بلي خوایې واردمخه لاپه دغه هیوادکي کابو«۷۰ »زره پوځیان میشت وو.ولي اوبامادنړۍ وډیروهیوادونوته دسفرونوسره – سره وافغانستان ته دراتګ زړه نسوای کولای .ایله اوس ۲۰۱۰ز، دمارچ پر۲۸مه نېټه دشپې دتیارې څخه په ګټه اخیستنه په پټ اوناببره توګه افغانستان ته راغلی .
اوبامادهمدې لنډکي سفرپه ترځ کي په ارګ کي دحامدکرزي سره ترلیدني کتني وروسته په بګرام کي دخپلوپوځیانواوقوماندانوسره هم ولیدل .اوباماپه بګرام کي خپلو پوځیانوته دیوې احساساتي ویناپرمهال وویل چي :« القاعده موماته کړې ده ،طالبان موپسي اخیستي دي اوپري به نږدوچي یوواربیاواک ترګوتوکړي چي هلته په امریکاکي موله خطرسره مخامخ کړي » .دغه رازاوبامادکرزي څخه داداري فساداونشه یې توکودقاچاق پرضددموثري مبارزې غوښتنه وکړه اوپه خوراتونده لهجه یې کرزي ته خبرداری ورکړچي ،په اداره کي دي لازم اصلاحات راولي اوپه هرڅه کي دي دقانون حاکمیت ته لومړیتوب ورکړي .
پوښتنه داده چي ،داوبامادداډول ناڅاپي پټ سفرموخي څه کیدلای سي ؟ ایامثبتي اوکه منفي پایلي به ځني ترلاسه کړي ؟.دشنونکوله نظره افغانستان ته داوبامادسفرآر (اصلي) موخه دافغانستان دجنګ سره دامریکایې ولس دمخ پرزیاتیدونکي مخالفت راکمول ؤچي ،دڅه مودې لپاره څه ناڅه حوصله مندي ورکړي چي ګویاپه افغانستان کي مخالفین کمزوري دي اودبری چانس ددوی په برخه دی .داوبامادسفربل هدف وخپلومورال بایللوپوځیانوته ډاډورکول ؤچي سپینه مانۍ اوس هم متعهده ده چي په افغانستان کي یې پرضددروان غښتلي مقاومت په وړاندي ترپایه وجنګیږي اوبالاخره جګړه وګټي اوپه نړیواله کچه نورهم دیوزبرځواک په توګه خپلوښکېلاکي کړنوته دوام اوزورورکړ ي .دغه رنګه داوبامادسفربل مقصدداووچي، دکابل ادارې وچلونکوته مخامخ اخطارورکړي چي په اداره کي دي ګټوراصلاحات راولي په ځانګړې توګه دمخدره موادودکراوقاچاق اواداري فسادمخنیوي ته دي جدي پاملرنه وکړي . ترڅوولس دطالبانوله ملاتړڅخه لاس واخلي اوددوی سره همکارۍ ته زړه ښه کړي .کنه نوبیابه دډانګ اوپاڼ ترمنځ راایساروي له یوې خوابه ولس ډانګ پسي رااخیستی وي اوله بلي خوابه یې نړیواله ټلواله له همکارۍ اوملاتړه بې زاري اعلانوي .
اوباماامریکاته دافغانستان څخه له راستنیدووروسته داین بي سي ټلویزیون ددې پوښتني په ځواب کي چي : دنشه یې موادوسره دمقابلې پیغام یې کرزي ته رسولی ،وویل چي : «هغه (کرزی )زموږخبري اوري ،خوپه ډېرځنډحرکت کوي اوهغه څه چي موږیې غواړوپرېکنده اوچټک اقدام ته اړتیالري » . دغربي څیړونکوپه انددفسادپرضددکرزی زیاتي حوصلې دافغانستان دجګړې سره دامریکایانودملاتړپه راکمه ولوکي زیاته مرسته کړې ده .
دغه رازافغانستان ته داوباماله سفروروسته دامریکالوي درستیزجنرال مایک مولن پرکرزي ږغ وکړچي :ژرترژره دي په په خپله اداره کي فسادله منځه یوسي اوپه خاص ډول په کندهارکي دي فاسدچارواکي له دندوګوښه کړي .کنه نوپه افغانستان کي به دطالبانوپرضدداوباماستراتیژي دناکامۍ سره مخ سي .مولن دحامدکرزي ورورولي کرزی په کندهارکي دناامنیواوختلافاتواصلي عامل وباله .ویل کیږي چي ولي کرزی په دغه ولایت کي دقومي اختلافاتو،سیاسي وژنواودنشه یې توکودقاچاق اونوروستونزومهم لوبغاړی دی .مولن زیاته کړه چي : «که دکندهارپه ادراه کي فسادورک نه سي نودوی به په دغه ولایت کي دامیدپه نوم په ژرپیلیدونکوعملیاتوکي بریالي هم نه سي » .
سړی نه پوهیږي چي اوبامابه دافغانستان له سفره څه لاسته راوړني ترګوتوکړي اوکه به یې حال نورهم خراب اوافغانستان به یې دپوځیانوقبرستان سي . خوکه دافغانستان تاریخ اوپه ځانګړې توګه په تېرواتوکلونوکي دیرغلګروپوځیانوله لوري دافغانانودوژنو،نیونو،دکورونودتلاشیواوړندوبمباریواوپرضدیې روان مقاومت ته وګورونوبې له دې چي ورځ تربلي دیرغلګرودزیاتوځاني اومالي تلفاتوشاهدان واوسوکومه دپام وړلاسته راوړنه به ترلاسه نه کړي .