په علمي/اکاډیمیکو مرکزونو کې سیاسي - ایډیالوژیکه مداخله

په علمي/اکاډیمیکو مرکزونو کې سیاسي - ایډیالوژیکه مداخله


  • 2 کاله دمخه (05/12/2022)
  • محب زغم
  • 1818

دغه لړۍ د ظاهر شاه په واکمنۍ کې پیل شوه او تر ننه پورې روانه ده. 

په نظامي طب کې زموږ یو استاد دومره ناپوه و چې د طب په اساساتو هم سم نه پوهېده. هغه ته Thrombocyte او Platelet دوه جلا شیان ښکارېدل، حال دا چې دواړه د وینې د یوې حجرې دوه (لاتین او انګریزي) نومونه دي. دغه استاد په حربي ښوونځي کې زما د پلار ټولګیوال و. یوه ورځ مې پلار نه پوښتنه وکړه چې ستاسو نور ټولګیوال چې زموږ استادان دي، ډېر تکړه دي خو دغه یو په کې کم‌سواده دی نو دی څنګه طب ته ولاړ. پلار مې کیسه وکړه چې کله دوی په ۱۳۴۲ کې له حربي ښوونځي فارغ شول، حربي پوهنتون ته په لومړي ځل د ملکي مکتب شاګردان ورجذب شول (نبي عظیمي په همدې ډله کې و) نو د حربي ښوونځي دغه فارغان یو کال باید منتظر پاتې شوي وای چې د حربي پوهنتون بله دوره کې ورته ځای پیدا شي. دغه یو کال تاواني کېدل، دوی غوسه کړل او په حربي ښوونځي کې یې اعتراض او مخالفتونه شروع کړل. حکومت د دوی د غلي کولو لپاره دغه امتیاز ورکړ چې هر څوک په هره رشته کې د شوروي بورسیو ته تلی شي. هماغه وو چې هغه سړی هم د طب بورسیې ته ولاړ خو تر سپین ږیرتوبه پورې هم کم‌سواده پاتې شو.

د ثور تر کودتا وروسته، ځینې حزبي محصلان به د دفاع انقلاب په ځواکونو کې شامل شول او د کامیابۍ نومرې به یې مفتې اخیستلې. علمي کادر ته به هم د ح. د. خ. ا د ګوند غړي جذبېدل او رېیسان او وزیران به هم دوی وو.

موږ د ډاکټر نجیب په وروستیو کلونو (۱۳۶۹) کې د طب پوهنځي ته ولاړو. هاغه مهال په نظامي طب کې ځینې نرسان هم شاملېدل. یو ټولګیوال مو همدغسې په عمر پوخ پخوانی نرس و. 

د استاد رباني په حکومت کې چې له درې کلن ځنډ وروسته کابل پوهنتون بیا پرانیستل شو، ګورو چې هماغه ټولګیوال مو د طب وقایه استاد شوی دی. د سویې او پوهې پوښتنه یې نو مه کوئ. خو دومره ښه و چې له موږ نه یې حیا کوله او ځان یې راباندې استاد استاد نه کاوه. د رباني په وخت کې ډېر جمعیتیان له کانکور او امتحان پرته طب ته شامل شول. دوی به مو پراشوټي محصلان بلل.

د طالبانو حکومت چې راغی، د طب په درېیم صنف کې وو. بله ورځ ګورو چې یوه ډله پګړۍ واله ټولګیوال راباندې نازل شول. سترګې به یې تورولې، تنفګچې به یې په ملا پورې تړلې وې. ټوله ورځ به یې بحث پر احادیثو و چې دا قدسي حدیث دی، دا صحیح دی، دا کمزوری حدیث دی خو درس به یې د طبابت ویل.

د اشرف غني په حکومت کې د سهمیې ناړوه باب پرانیستل شو. د دې پر ځای چې په جنګ ځپلو ولایتونو کې د مکتب فارغانو ته کانکور ته د چمتو کېدو کورسونه جوړ او هغوی د رقابت جوګه کړي، د نورو حق یې د سهمیې په نامه پرې خواړه.

اوس نو بیا ملاشاهي ده، ملا به استاد وي، ملا به د پوهنځي او پوهنتون رئیس وي، ملا به وزیر وي او د بوشکو پټاوونکي به محصلان او کادرونه وي.