پسته غېږ او کلک سوکان


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب منلی
  • 1163

ولسمشر، وروسته له دې چې د انتخاباتو د قانون د تعدیل پر سر یې ځان د افغانستان په سیاسي چارو کې دخیلو کورنیو او بهرنیو اشخاصو، سازمانونو او سیاسي ځواکونو سره مواجه کړ، وروسته له دې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یې له جنجاله په ډکو څرګندونو د کورنیو او بهرنیو همکارانو قهرېدلی غبرګون را وپاراوه، وروسته له دې چې د انتخاباتو د کمیسیون او د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون د مشرتابه او ترکیب پر سر د هېواد د سیاسي ډګر ټول ګډونوال په غوسه کړل، دا دی د انتخاباتو د کمیسیون د مشرۍ او د شکایتونو د کمیسیون د ترکیب پر سر یې د سیاسي صحنې له بېلابېلو لوبغاړو سره جوړجاړی وکړ او یوه د حل لار یې پرانیستله.
ولسمشر ګومان کاوه چې یو وار بیا به په دغې لوبې کې خپله د «پستې غېږې» تجربه تکرار کړي خو دا ځل له کلکو سوکانو سره هم مخ شو.
آیا د انتخاباتو په قانون کې راغلي بدلونونه په دې ارزېدل چې ولسمشر دې هم د هېواد اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، هم دې د هېواد کاواکه سیاسي جوړښتونه له نوو حقوقي ننګونو سره مخ کړي او هم دې د انتخاباتو په درشل کې نا ارامه، کړکېچنه او په ټوله کې د عامه افکارو له پاره له تشویشه ډکه فضا ایجاد کړي؟
آیا د انتخاباتو د کمیسیون مشري د انتخاباتو په پروسه کې دومره ټاکونکې وه چې ولسمشر دې هم خپل پلویان په ستونزه کې واچوي او هم دې خپل مخالفین سره تاوده کړي؟
آیا د انتخاباتو د شکایتونو په کمیسیون کې د بهرنیانو موجودیت د افغانستان د استقلال د تثبیت له پاره دومره حیاتي خبره وه چې ولسمشر دې پر یوه ملي مقاومت د یوه نامشروع بغاوت د بدلېدلو فرضیه وڅېړي او ګواښ دې وکړي چې که دغه پوښتنه مطرح شي دی به هم خپل لوری وټاکي؟
که دا ټولې خبرې دومره مهمې وې نو بیا دا اوسنی جوړ جاړی چې هغه د چا خبره په مفته په لاس راغی، څه معنا لرلای شي؟
دا پوښتنې هره یوه په یوه تفصیلي ځواب ارزي، خو د افغانستان په کورنۍ سیاسي لوبه کې د دغو مسایلو اهمیت د انتخاباتو په کمیسیون کې د نوو ټاکنو او پر دغو ټاکنو له نسبي همغږۍ څخه په اسانه جوتېږي. داسې ښکاري چې په دې لوبه کې یواځینی بایلونکی د افغانستان د بې ثباته دیموکراسۍ خوزنده بنسټ دی.
د انتخاباتو د کمیسیون په مشرتابه کې نوو ټاکنو بیا د هېواد سیاسي پرسونل ته د تودو بحثونو، پستو غېږو او کلکو سوکانو زمینه برابره کړې ده خو که تېرو تجربو ته په سړه سینه وګورو نو داسې څه نه شته چې د خلکو خوب پرې نا ارامه شي.
د ټاکنو کمیسیون به، هر څوک یې چې په مشرتابه کې وي، د ټاکنو پرمهال خپل د ضرورت وړ پرسونل د تل په څېر، ډېر د سپارښتنو او لږ د وړتیا پر بنسټ استخدام کړي. د رایو د ورکولو په مرکزونو کې به نه له حکومت سره تړلې کړۍ بې پرې پاتې کېږي او نه به د سیمي زورمندان غلي کښېني. د ولسمشر مخالفین به کورنیو او نړۍوالو مبصرینو ته دا دروغجن احساس ورکوي چې ګواکې له حکومت سره تړلې کړۍ به د ولسمشر د پلویانو تله درنه کړي، خو ولسمشر چې پر ځان څوک راټول کړي دي، ډېر لږ به یې د هغه ملاوتړي او ډېری به صندوقونو ته په ډېر اخلاص د ولسمشر د مخالفانو په ګټه بې خاونده د رایو پاڼې ورواچوي.
د ټاکنو پر مهال درغلۍ، په افغانستان کې د احتمالاتو په سطح نه، د باور په حد کې دي. زموږ په بدمرغۍ کې د خوښۍ ټکی دادی چې ډېری ځواکمنې ډلې ټپلې به د درغلیو په لوبه کې یو بل خنثی کړي.
یو ټکی خو په باور سره ویل کېدای شي چې د افغانستان راتلونکی پارلمان به د اوسني پارلمان په پرتله نه ډېر پاک وي او نه به ډېر مسلکي وي خو اوس چې ولس څو ځله د دیموکراسۍ تجربه تکرار کړه نو هیله کېدای شي چې دا ځل به د هېواد په پارلمان کې د ولس د ریښتینو استازیو شمېر تر تېرې دورې لږ پورته وي.
موږ باید له دې امله چې په ټاکنو کې درغلۍ حتمي دي زړه ماتي نه شو، بلکې د دې له پاره کار وکړو چې د هېواد په راتلونکي پارلمان کې داسې کسان وي چې د ولس د ګټو دفاع وکړي. مهمه نه ده چې دا ډول کسان ډېر دي که لږ، مهمه دا ده چې په پارلمان کې د هغو کسانو شمېر تر اوسنۍ دورې پورته وي چې په خبره یې سر خلاصېږي او د ملت ګټو ته یوازې د سوداګرۍ د توکي په نظر نه ګوري.