بلخ ادبي خوځښت پسرلنۍ مشاعره جوړه کړه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمیر سار
  • 1171

لرغونی بلخ
په بلخ کې د (بخدي ترانې) تر نامه لاندې د بلخ ادبي خوځښت له خوا د سلګونه تنو په ګډون پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه.
دغه مشاعره چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د بلخي ځوانانو او مشرانو سربېره د کابل، ننګرهار او غزني یو شمېر فرهنګیانو هم برخه اخیستې وه.
د مشاعرې په پیل کې د بلخ ادبي خوځښت غړي جاوید واک د دغه خوځښت کالنی راپور وړاندې کړ، چې په ترڅ کې یې د دغه خوځښت د تېر کال په هڅو او د نوي کال د پلانونو په اړه مالومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې خوځښت د ۱۳۸۹ کال په اوږدو کې د بلخي فرهنګیانو د روزنې لپاره د پښتو لیکلو تر نامه لاندې ښوونیز ورکشاپ په لاره واچوه، چې لا تراوسه هم دوام لري.
د هغه په وینا په دغه ورکشاپ کې څلوېښت بلخي ځوانانو او نجونو ته پښتو نثر ښوول کېږي.
جاوید واک د اختریزو مشاعرو، درې غوره شعرونو میاشتنۍ مشاعرې، مېرمن ادبي بهیر، پرخې او پسرلي مجلو په اړه هم مالومات ورکړل، چې ددغه خوځښت له خوا جوړ او ژوندي ساتل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې بلخ ادبي خوځښت په پام کې لري، چې د (پښتو لیکل) ښوونیز ورکشاپ په پای کې هر ګډونوال لږ تر لږه یو کتاب وژباړي، چې د روان کال په اوږدو کې به شاوخوا څلوېښت کتابونه له چاپه راوباسي.
د هغه په وینا په ۱۳۹۰ کال کې به کې ددغه خوځښت د یوې څانګې ام البلاد ادبي بهیر له خوا د یوې مهالنۍ خپرونې پر چاپولو سربېره ددغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو عامه کتابتون جوړ کړي، چې زرګونه ټوکه کتابونه به ولري.
د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړی او د بلخ پوهنتون استاد غلام فاروق خپلواک په بلخ کې د ځوانانو هڅې د ستاینې وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې دغه هڅې د ولس زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي وویل: ((دغه ځوانان د مشرانو ملاتړ ته سخت ضرورت لري او ښایي، چې زمونږ مشران ورسره ډېره مرسته وکړي؛ تر څو دوی خپلې هڅې نورې هم وغزوي.))
په دغه مشاعره کې د ځوانانو د شعرونو او ترنم تر څنګ کمکیو ماشومانو هم شعرونه وویل، چې د مشرانو او ګډونوالو له خوا تشویق شول.
د یادونې ده، چې بلخ ادبي خوځښت د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې د فرهنګي څانګې په توګه ددغه ولایت د ښار په ګډون په ځینو ولسوالیو کې فعالیت کوي، چې په دې وروستیو کې سلګونه ځوانان ورسره یو ځای شوي دي.
په مزار شریف ښار کې د مومند بابا ادبي بهیر، په بلخ کې د ام البلاد، په چمتال کې د چمتال، په چاربولک کې د بلهیکا او شولګر ولسوالۍ کې د شولګر ادبي بهیر د دغه خوځښت د څانګو په توګه کار کوي