د لوګر ولایت امنیتي مسوولین وایي نن دوه تنه وسله وال طالبان هغه مهال د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول چې د ماین پر جوړولو بوخت وو.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي دغه پیښه د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند زرغون ښار سیمه کې رامنځته شوې او له امله یې دوه ماین جوړونکي طالبان وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې لوګر تر بل هر وخت زیات نا امنه شوی او د وسله والو طالبانو فعالیتونه پکې پراخ شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.