له زلزله‌ ځپلو سره د مرستو دوام؛ د چین ۸۰۰۰ ټنه بشري مرسته کابل ته رالېږلې

له زلزله‌ ځپلو سره د مرستو دوام؛ د چین ۸۰۰۰ ټنه بشري مرسته کابل ته رالېږلې


  • 2 کاله دمخه (28/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 678

سمسور (۷چنګاښ۱۴۰۱) سرپرست حکومت وايي چې د چین ۸۰۰۰ ټنه بشري مرسته په شپږو الوتکو کې کابل ته را رسېدلې ده.  

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، چې په دغه بشري مرستو کې ۹۸۰ خېمې،۳۲۰ چپرکټونه او څه باندې ۶زره کمپلې شاملې دي.

په افغانستان کې له مرګونې زلزلې وروسته د سیمې په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو له زلزله‌ځپلو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.

 

تېره اوونۍ د چهارشنبې پر سهار یوې مرګونې زلزلې د خوست او پکتیکا ځینې سیمې ولړزولې، چې له امله یې زرګونه کورونه ونړېدل او شاوخوا ۳ زره کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.