جلالکوټ ادبي خوځښت چې ٥٤ اونيزې او لس ځانګړې غونډې يې ترسره کړي،دا ځل د خپلو هڅو په لړ کې د لړم پر ٢٧مه د جمعې ورځې سهار د ټپيزو په اړه د يوې ځانګړې غونډې د کوربه توب وياړلرلو.
په دې وروستيو کې په ننګرهار او د افغانستان په ځينو نورو سيمو کې د ټپيزې ملاتړ او مخالفت ډېر شوى و،نوځکه جلالکوټ ادبي خوځښت وپتېيله چې په اړه به يې ځانګړې غونډه جوړه کړي،ترڅو دواړه خواوې پدې بحث وکړي او يوې پايلې ته ورسيږي.
په دې اړه غونډه د عارف الله عرفان په تلاوت پيل شوه،مشر يې د هېواد تکړه شاعر او ليکوال بازمحمد عابد،مشر مېلمه د افغان ادبي بهير غړي او شاعر قاضي زاده شينوارى او کوربه ځوان شاعر انورالحق يرغل و.
په پيل کې وياند خيبراحمد ترور د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند ته د پرانيستونې وينا لپاره بلنه ورکړه،رغاند د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ وويل:ننۍ غونډه او بحث داړتيا له مخې شوى،جلالکوټ ادبي خوځښت ځکه سمبال کړ چې نور خلک د خير داسې کارونو سره زياته علاقه نه لري.
رغاند دا هم وويل چې غونډې ته د ځينو سيمه ييزو ټپيزه ليکونکو نه راتګ پر غونډې کوم منفي تاثېر نه لري او يوازې پر خپلو ټپيزو د هغو د نه اعتبار مانا ورکوي.
ورپسې د جلالکوټ ادبي خوځښت مرستيال خالد سنګر خپله ليکنه واوروله،په يوه برخه کې يې راغلي وو:... اکثره ټپيزې چې اوس يې ځينې ناکام شاعران ليکي،د بې خونده شعرونو غوندې يې کوم نوى خيال،پيغام ،داخلي رابطه،جديت او تصوير نه لري،درې مسرې يې يو طرفته،بل بل طرفته او بل بل طرفته منډې وهي...))
سنګر له ټپيزه ليکونکو وغوښتل:... اول خو د نورو ښو شاعرانو غوندې که څه ليکي،بايد طبيعي يې وليکي،بې له دې هدفه چې مشهور شي يا کوم بل داسې هدف چې يو شاعر او ليکوال ته مناسب نه وي،د خپلې جامعې د مقدساتو او اخلاقي معيارونو برابرې ټپيزې وليکي،ښه يې وليکي،دې لپاره نه چې کوڅه،په کوڅه راډيو ګانو ته ترې بنډارونه جوړ شي او په ټليفوني برنامو کې نشر شي،بلکې رياضت ورته وکړي،کوشش پرې وکړي،د ټپيزو لپاره نوې هنري ټپې ايجاد کړي او په دې ترتېب سره ټپيزو ته رشد ورکړي ...))
بيا غونډې ته د ليکوال او شاعر ډاکټر محمد حنيف حيران ليکل شوې ليکنه زيار خان ياد ولوسته.
حيران چې ډېرو ليکوالو په اوسنۍ بڼه د ټپيزو د ليکلو بنسټګر ګڼلى،پخپله ليکنه کې د ټپيزو په اړه ويلي وو چې نېږدې اته کاله وړاندې په اوسنۍ بڼه ده ليکلې او پخپل بلوګ(پکتيا په ډاګ کې)کې د مصريزو په نامه خپرولې،خو د پوهاند زيار په لارښوونه يې د ټپيزو نوم ورته غوره او د ټپيزو لومړنى کتاب هم ده چاپ کړ.
حيران ټپيزه د ټپې د پايښت يوه ښه لاره ګڼلې وه،ليکلي وو چې ټپې ته که د غمي په توګه وګورو نو ټپيزه يې د يوه طلايي صندوق په شان د ساتلو ښه صندوقچه ده.
همدا شان يې د ځينو ليکوالو نظرونه را اخېستي وو چې ټپيزې يې تاييد کړې وې،خو پر ټپيزو د کېدونکو نيوکو لامل او ترې دځينو خلکو زړه توروالى يې په وروستيو کې د ټپيزه ليکونکو بې غوري او کمزوري ګڼلې وه.
د حيران د ليکنې تر اورولو وروسته بختيار تلاش چې د ده د ټپيزو يوه ټولګه هم چاپ شوې،خبرو ته وبلل شو.
تلاش وويل:د ټپيزو په اړه ډېرې خبرې د حيران په ليکنه کې شوې وې،د بيا تکرار اړتيا نشته،خو زه همدومره وايم چې که څوک ټپيزې ليکي،ټپې دې ورته نوې جوړې کړي.
د تلاش په نظر که ټپزې په رياضت سره وليکل شي،ډېر څه پکې ځاييداى شي.
خوشال دراني بيا پخپلو لنډو خبرو کې لنډۍ(ټپې)بيت المال وګڼلې او ويې ويل:هرڅوک حق پکې لري،دراني زياته کړه:دى ټپيزې نه ليکي خو مخالفت هم ورسره نه کوي ځکه د ده په نظر که لنډۍ ناوې ده نو څو نېم بېتۍ يې جامه يا سينګار دى.
نجيب الله نايل بياوويل:موږ چې د څه په اړه خبرې کوو،د هغه شي تعريف،ويناوال او د پيل نېټه يې بايدمعلومه وي.
نايل وويل:د لومړي ځل لپاره يې پر افغانستان د امريکا د بريد پر مهال د پوهاند زيار په يوه شعري ټولګه کې ټپيزې لوستې وې،چا ټپيزه او چا مصره ايزه ګڼلې خو وروسته چې حنيف حيران وويل،ما د لومړي ځل لپاره ليکلي،هماغه ټپيزې او نېټه يې نه ده ښودلې.
نايل وويل:ټپيزه ځکه ښه ده چې هرڅوک يې ليکلاى شي او شاعران به ورسره ډېرشي.
ده ټپيزې ته د يوه نوم اېښودنې غوښتنه وکړه،له ټپيزې سره د مخالفت په اړه يې وويل:هغه څوک يې مخالفت کوي،چې دغه نوښت يې نه دى کړى.
دوست محمد دوست د نايل د خبرې په ځواب کې وويل:ټپيزې ته مصره ايزه څوک نه وايي،يوازې د ټپيزې په نامه ده اوريدلي او استاد همکار ځکه ورته ټپيز وايي چې د ولسي ادب او هغې کې هم د نظم برخه ده او په دليل يې بايد چې مذکر نوم ولري.
دوست وويل:زما اندېښنه دا ده چې پر يوې ټپې څوکسه ټپيزې ليکي،يوازې درې نېم بيتي يې بدلوي،محتوا يې يوه وي،دا به د چا وي؟
عرفان الله بيدار چې په وينا يې نېږدې درې سوه ټپيزې يې ليکلي،د دوست د خبرو په تاييد سره وويل:ما پر يوې ټپې ټپيزه ليکلې وه،څو نورو هم تر ما وروسته پرې ليکلي.
بيدار دا هم وويل:ځينې استادان چې له ټپيزې سره مخالفت لري،بايد موږ ته قناعت راکړي،نه دا چې تهديد مو کړي.
له کونړه راغلي ځوان شاعر او ليکوال سيدعبدالله نظامي وويل:که ټپه د ولس مال دى،نو څوک چې ټپيزه ليکي،بايد دولسمشر د مرستيال لاسليک واخلي،د ده په وينا هيڅوک د پښتو پلار نه دى چې هرڅنګه وغواړي هماغسې دې وشي.
بيا له کابله د ځوان شاعر او ژورنالېست ظهورالدين کمال را استولې لنډه ليکنه د غونډې وياند ولوسته چې پکې راغلي وو:زه ټپيزې ته هيڅکله يوادبي ژانر نه شم ويلى،دا پر ټپې ولاړ ژانر دى او کوم نوى والى او ابتکار نه لري.
ذبيح الله رحيمزي د مجيب احساس د ليکنې لوستو ته وبلل شو،ده وويل:ټوله ليکنه د تکرار د مخنيوي لپاره نه لولم،يوازې يې دا برخه لولم چې وايي ځينې خلک د ځان د مشهورولو لپاره ټپې چې د فولکور يوه بډايه برخه ده،په څو برخو وېشي،درې لومړۍ مسرې يې له ټپې سره يوځاى کوي او ټپيزه ورته وايي.
مجيب احساس پخپله ليکنه کې د بېلګې په توګه د ټپيزې د ليکوال له نوم اخېستو پرته دا ټپيزه وړاندې کړې وه:
مېن سړى ډېره خطاکړي
په بېلتانه کې چې ژړا کړي
ځان به په ټول جهان رسوا کړي
يارانه هله خوند پيدا کړي
چې کله،کله جدايي پکې راځينه
د احساس په نظر د دې ټپيزې لپاره لاندې درې پښتو لنډۍ ماتې شوي دي:
مېن سړى ډېره خطاکړي
د جانان نوم يې په لمانځه خولې ته راځينه
په بېلتانه کې چې ژړا کړي
ياريې خندا کړي په ده اور ولګوينه
ځان به په ټول جهان رسوا کړي
يارمې د مينې په دستور نه پوهيدنه
بيا ارشادرغاند وويل:زموږ مسولو ادارو(د علومو اکاډمۍ او په پوهنتونونو کې د ادبياتو ژانر پوهانو)د ټپيزې د ستونزې حل کې خپل مسوليت نه دى ترسره کړى،يوازې په دې دليل چې دا د ولس له خوښې سره تړلى،خلک او ځان تېرباسي.
رغاند خواشيني وښوده چې په نظر يې زموږ خلک د نورو شيانو په شان له ټپيزې سره هم سليقوي چلند کوي،که دوستان يې وليکي،ښه يې ګڼي،که خوابدي يې ليکي،بد ورته وايي.
د ده په نظر دا هم يو ناسم دليل دى چې ځينې ټپيزه ليکونکي له منطقي استدلال پرته وايي:که څوک د ټپيزې خوښونکي نه دي يا يې مخالفت کوي،خپل کار يې دى.
وروسته طاهر شېرزاد د بحث د تفريح لپاره څو ټپيزې په ترنم وويلې.
ورپسې د غونډې مشر بازمحمد عابد سټېج ته وبلل شو،ده پر ټپيزو تر خبرو وړاندې د استاد غضنفر هغه تشويقي پيغام له خوځښتوالو سره شريک کړ،چې جلالکوټ ادبي خوځښت يې د افغانستان په سطحه يوه ادبي هڅه ګڼلې وه او ترې ښه توقعات يې ښودلي وو.
بيايې وويل:څه خبرې چې ماکولې،ځوانانو وکړې،خو د سنګر په ليکنه کې مې د ناکام شاعر خبره خوښه شوه.
عابد صيب وويل:زه ورته ناکام شاعران نه وايم،خو شاعرۍ ته د ټپيزو له لارې داخليدل اسانه دي.
ده د حيران په ليکنه کې هغه خبره رد کړه چې ويلي يې وو:ټپيزه د ټپې د پاېښت لارده))او ويې ويل:په دې دومره کلونو کې ټپې چا ژوندۍ ساتلې وې؟
باز محمد عابد وويل:په ټوله کې هغه وخت د ټپيزې طرفدار دى،چې ټوله ټپيزه نوې وي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنمل محمد ابراهيم همکار ته د خبرو او د ګډونوالو د پوښتنو ځوابولو بلنه ورکړه شوه.
استاد وويل:څو کاله پخوا به د نظم په اړه ډېرې خبرې کېدې،چابه منه او چابه نه منه،خوکله چې ولس ته پرېښودل شو،قبول يې کړ.
د استاد په نظر ټپيزې دې هم ولس ته پاتې شي،که قبولې يې کړې خوادبي تاريخ ته به وسپارل شي او کنه له منځه به لاړشي.
عنايت الله شېرزاد له استاد نه وپوښتل:اوس ټپيزه داسې حد ته رسېدلې چې څوک يې مخه نه شي نيولى که چېرته يو چوکاټ ورته جوړ شي څنګه به وي؟
استاد همکار يې په ځواب کې وويل:سم د لاسه چې څه شى رامنځته شي،نو د هغې د استعمال د طريقې کتابچه ورسره نه شو ورکولاى،دې کار ته وخت پکار دى.
دوست پوښتنه وکړه:ولس ټپيزې اوري،خوښي يې،داسې فکر وکړئ چې عملي شوى،اوس څه کول په کار دي؟
دوست د دويمې پوښتنې په ډول وويل:زه له ځانه ټپې ليکم،که چېرته کتاب چاپ کړم،پخپل نوم يې کولاى شم؟
استاد يې په ځواب کې وويل:ولس يې د سندرغاړو د ښو اوازونو له امله اوري،يا په راډيو ګانو کې نور څه نه وي،ځکه يې اوري،د استاد په وينا که ولس يې د رجمان بابا د دېوان په څېر په غېږ کې ونيسي،نو سهي به وي.
استاد د دوست د بلې پوښتنې په ځواب کې وويل:که چېرته څوک د ټپو کتاب چاپ کړي،دى به يې مولف وي،نه ليکوال.
تلاش وپوښتل:که څوک ټپيزه کې نوې ټپې ځاى کړي،نو هغه به څنګه وي؟
استاد وويل:يوه ښه اضافه به وي او ټولنې ته به يې څه ورکړي وي،په دې شرط چې ښه پيغام ولري.
يحيى سيمه ييز پوښتنه وکړه:که چېرته ټپې ورته نوې وليکل شي او ټپيزې ومنل شي،پښتو ادب ته به څومره ګټوره وي؟
استاد وويل:که چېرته موږ د نوو شيانو په اړه فکر ونه کړو،نو پرمختګ نه شو کولاى،دا به په ادب کې يو پرمختګ وي.
د غونډې دپاى په شېبو کې بختيار تلاش وويل:لومړى ځل دى چې خوځښت ته راځم او خوښيږي مې،له استادانو غواړم چې زما په شان دې هره جمعه ورته راشي.
استاد همکار وويل:په دې شرط چې غونډه د ماسپښين لخوا وشي.
عابد صيب هم د همکار صيب د نظر تاييد وکړ.
رغاند او د خوځښت نورو ملګرو وويل:د غونډو د پياوړتيا لپاره خوځښت هر مثبت بدلون ته تيار دى،له دې غوښتنې سره مو ستونزه نشته او غونډه به نوره ماسپښيني کړو.
په همدې خبره پريکړه وشوه چې له دې وروسته به د خوځښت اونيزه غونډه همدلته په ننګرهار ټولنيز مرکز مېديوتيک کې د ماسپښين پر دوو بجو پيليږي.
غونډه غرمه ناوخته پاى ته ورسېده.