افغانستان به سل کاله نور هم په همدې حال پاتې شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1240

 په سیاست کې د افغانستان په څېر یوه هېواد لپاره دوه نظریې دي، یوه نظریه داده چې دغسې یوه جنګ ځپلي هېواد کې باید اول سوله راشي، د متخاصمو ډلو ترمنځ جوړجاړی وشي او بیا په کې عدالت پلی شي خو بله نظریه بیا وایي چې اول دې عدالت پلی شي بیا دې سوله راشي. 

هغوی چې لومړی د سولې راوستلو ملاتړ کوي دلیل یې دادی چې ښکېلې خواوې دې اول سوله وکړي، کله چې هېواد ارامه شو بیا دې د عدالت مسله راواخلي خو د عدالت غوښتونکو دلیل دادی چې کله عدالت پلی نه شي سوله هم نه شي راتللی ځکه جنګي اوجنایي جنایتکاران د سولې په نامه د یو هېواد پر مهمو څوکیو قبضه کوي، امتیاز ترلاسه کوي او قوت یې پر خپل ځای پاتې وي. په دوی پورې تړلي کسان چې هرڅومره جنایتونه کوي دوی یې ملاتړ کوي، لوی جنایتکاران په خپلو کې یوه حلقه جوړوي چې نه د ولس او نه هم په دولت کې د عدالت غوښتونکو زور پرې رسېږي، ددې کار سبب دا شي چې ولس او حکومتونه سره لرې وي او هېواد بیا هم لړزانده او خلک یې له همدې ډلو سره یرغمل پاتې وي، که چېرې لومړی عدالت پلی شي نو یو شمېر کسان به عبرت واخلي او نور به پر وینو تویولو او جنایتونو لاس پورې نه کړي. 
اوسمهال په افغانستان کې له همدغې ناکامې نسخې یانې لومړی سوله او بیا عدالت نه کار اخیستل شوی، چې پایله یې ټولو خلکو ته معلومه ده، د سیاست پوهانو له نظره همدغه کار سبب شوی چې نه سوله راشي او نه عدالت. د واک پر ګدۍ ناست کسان چې زیاتره یې جنګي او جنایي مجرمین دي فکر کوي چې که سوله راغله نو بیا کېدای شي عدالت هم راشي او له دوی سره د دوی د ناوړو کارونوحساب وشي. 
پوښتنه داده چې په دغسې حالاتو کې د ولس دنده څه ده؟ ایا ولس له دې حال سره موافق دی او که مخالف؟ 
په فیسبوک کې ښاغلي ومان نیازي یوه ډېره جالبه او له پنده ډکه فولکلوریکه کیسه نشر کړې وه.
یو پاچا خپل وزیر را وغوښت ورته یې وویل د خزانې وضعه خرابه ده څه وکړو؟ وزیر ویل اعلان به وکړو هر څوک چې ښار ته داخلېږي نو سل روپۍ دې د حکومت خزانې ته ورکړي. پاچا حیران شو ویل یې دا څه وایې، که دا کار مو وکړ دخلکو چیغه به پورته شي، حکومت به نړوي، مظاهرې به وکړي. 
وزیر ویل ته بې غمه وسه، سبا یې اعلان وکړ چې هر سړی ښار ته داخلېږي نو سل روپۍ دې ورکړي. هرڅوک چې به ښار ته راغی سل روپۍ به یې پرته له جنجاله ورکړې. بله ورځ پاچا بیا خپل وزیر احضار کړ ویل یې د خزانې وضعه لا هم ښه نه ده. وزیر ویل پاچا صیب دا سل روپۍ به دوه سوه کړو هر څوک چې ښار ته راځي دوه سوه به ترې واخلو.پاچا بیا وویل ګوره دا کار به خلک زموږ پر ضد پورته کړي، خو وزیر ویل غم مه کوه، بیا یې اعلان وکړ او د سلو پر ځای یې دوه سوه اخیستلې. 
دریم ځل پاچا بیا خپل وزیر را وغوښت ویل یې خزانه لا هم تشه ده. وزیر ویل پاچا صیب پیسې به پنځه سوه کړو، ویل یې خدای ته ګوره غرق به مو کړې، دا ځل ارو مرو خلک پورته کېږي، وزیر ویل یې ددې خبرې غم مه کوه زه به دا ځل له پنځو سوو سره یوه څپېړه هم پر څټ ورکوم. 
اعلان یې وکړ، د ښار د دروازې په یوه جګ ځای یې پاچا د نندارې لپاره کېناوه، هر سړی چې به راغی پنځه روپۍ به یې ترې واخیستې او پر څټ به یې یوه څپېړه هم ورکړه. په دې وخت کې د یوه سړي چیغې واورېدل شوې، پاچا وارخطا شو وزیر یې را وغوښت ویل یې: ما درته نه ویل چې د خلکو بغاوت به راپورته کړې. وزیر عسکرو ته وویل چې هغه کس د پاچا مخې ته راولي. کله چې یې هغه کس راوغوښت ویل یې ولې چیغې وهې. چیغې وهونکي کس وویل وزیر صیب موږ دومره ډېر خلک کتار کې ولاړ یو او تاسې فقط یو کس درولی چې پیسې واخلي او پر څټ یوه څپېړه راکړي، دا عسکر ډېر کړی چې ژر ژر دا پروسه ختموي او پر څټ څپېړې راکوي چې موږ هم نور کارونه لرو. 
اوس چې خپلو هېوادوالو ته ګورو دوی هم په همداسې یو حالت کې دي، وایي هر څه چې کوئ خو ژر ژر یې کوئ چې موږ نور کارونه لرو. له نښو نښانو نه ښکاري چې ولس هم له همدې ګډوډیو او جنایتونو سره خوشحاله دی او که خوشحاله نه وای ارو مرو به یې خپل غږ پورته کړی و. یوه هندو سره مې په همدې اړه بحث و، ویل یې په هند کې پر یوې نجلۍ جنسي تېری وشو نیم هند ورسره وخوځېد، په افغانستان کې هره ورځ جنسي تېری کېږي، نجونې تښتول کېږي او په اوونیو یې یو قوماندان په خپل کور کې ساتي مګر داسې څوک شته چې یوه چیغه پورته کړي او لږ تر لږه دومره ووایي چې دغه ډول کارونه غندو. نه شته، نو چې نه شته تاسې خپله همدغه وضعیت پر ځان راوستی. جنسي تېری هسې یو مثال و، دلته هره ورځ په سلګونو نور جنایتونه هم کېږي موږ یې ټول وینو خو چوپه خوله ناست یو، ان که څوک دا مسله په ټولنیزو رسنیو کې راپورته هم کړي لس کسان پرې تبصره نه کوي او نه ورسره علاقمندي لري. 
که له چا نه پوښتنه وکړې وایي به افغانستان له نورو هېوادونو سره توپير لري، زموږ خلک نالوستي دي، دلته زورواکي او جنګسالاران واکمن دي، د غږ پورته کولو سزا له مرګه پرته بل څه نه وي. 
دا خبره تر یوه حده سمه ده چې موږ له ټوپکسالارانو او جنګسالارانو سره یرغمل یو، دا سمه ده چې د نالوستی کچه زیاته ده. خو داسې هم نه ده چې محلي جنګسالاران په نورو ولایتونو کې هم واکمن دي، داسې هم نه ده چې موږ په دې دېرش پنځه دېرش ملیونه خلکو کې پنځه زره تنه لوستي هم نه لرو. یو شمېر داسې نورې لارې هم شته چې که وغواړو له دغه حالته ځان پرې ایستلی شو مګر دریغه چې نه یې غواړو، دا ستونزه مو نننۍ نه ده، موږ له کلونو همداسې ولس یو چې د خپل حالت د بدلولو په تکل کې نه یو، استاد الفت راته په همدې اړه د قران کریم د ایت تفسیر په شعر کې راوړی:
څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
که چېرې موږ غواړو چې د ناعدالتیو پر وړاندې خپل غږ پورته کړو، ایا موږ نه شو کولی چې په مزار او سرپل کې د ترسره شویو ناعدالیتو او جنایتونو پر ضد په ننګرهار کې مظاهره وکړو او خپل غږ پورته کړو. ایا په ننګرهار کې د ترسره شوي جنایت مقابل کې په هرات کې مظاهره نه شو کولی؟ زموږ پخوانیو خلکو به ویلې چې د ولس زور د خدای زور دی، که ټول ولس نه وي لږ تر لږه په زرګونو داسې ځوانان لرو چې نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې فعاله دي، په ولایتونو کې هستې لري، مدني ټولنې لري، په یوه او بل نامه یې جوړښتونه جوړ کړي، که دوی لکه د هندیانو نیم وطن نه شو خوځولی، یوازې په یوه ولایت کې خو یې پر یوې افغانې نجلۍ د جنسي تېري او یا اختطاف پر ضد غږ پورته کولی شو. د مزار قوماندان به په کونړ کې څومره زور ولري چې خلک ترې ویرېږي او یا هم د فراه یو جګړه مار قوماندان به دبدخشان هغه ځوان څومره تهدید کړای شي چې په فراه کې د ترسره شوي بې عدالتۍ پر وړاندې سر پورته کوي. تر هغې چې موږ د خپل حالت د بدلولو په فکر کې نه شو په دې وطن کې به دا جګړې او ګډوډۍ همداسې لسګونه نور کلونه هم واخلي، که ټوله دنیا هم راشي د ویدو خلکو حال نه شي بدلولی ځکه دا د خدای جل جلاله ایات دی چې خدای د هېڅ قوم حالت ته هم تغیر نه کوي مګر تر هغې چې دوی په خپله یې وغواړي.