- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- اسحاق ننګیال
- 1430
له دې سره سره چې په دې وروستيو کلونو کې په خپله ټولنه او په خپله ژبه کې د شعر د نسبي بريو شاهدان يو او په همدې وروستيو کلونو کې د خپلې ژبې د هنر او ادبي بهير د چټکتيا او غښتلتيا شاهدان يو، ومو نه شول کولى اډبي کره کتنه له خپل دغه چټک ادبي بهير سره جوخته کړو. که تر اوسه مو په دې هکله سوچ کړى، سوچ مو نيمگړى دى او که تر اوسه مو پر دې واټ کوم گام ايښى دى گام مو ناغښتلى او کمزورى دى.
کره کتوونکي چې بايد شعر له عادي خبرو کيسه د پېتاوو له غورو او هنر له ناهنرۍ څخه بېل کړي او د ابتذال،کمزورتياوو او د زړو او سولېدلو ادبي سليقو د خپرېدو او تعميم مخې ته له قلمونو نه غرونه جوړ کړي يا خو د خير په غونډۍ کېني او يو نيم خو د کره کتونکي او د ادبي منتقد په نامه د ادبي نوښت او نوي والي تر پردې لاندې په شعر کې، په کيسه کې او په هنر کې د ادبي او هنري نوښت مخې ته له لوى لاس په نا آگاهانه ډول له قلمونو نه غرونه جوړ وي او د شعري او ادبي نسخو په ورکولو سره ابتذال تبليغوي او خصوصاً زوږ په ځوان شعري بهير خپلې شخصي سليقې تحميلوي، چې څومره به ښه وي داسې (( کره کتونکي )) او داسې (( ادبي منتقدان )) خپل سولېدلي قلمونه پوښ کړي.
يو وخت مې له يوه استاد ليکوال څخه اورېدلي و، چې زموږ په پښتني ټولنه کې يو عجيب حالت را روان دى . همدا چې زموږ د يو شمېر ځوانانو لاسونه له قلم او سترگ يې له کاغذونو سره اشنا شي بايد شاعر شي، بايد ليکوال شي، ژورنالېست شي او هنرمند شي، زه چې اوس وينم او گورم يې نږدې کټ مټ همداسې ده نه شي کېدلى په عادي ډول د يوه داسې حالت مخه ونيول شي، مگر شته يو ځواک او يو ځواکمن چې د همداسې حالتونو مسوولانه څارنه وکړي، چاڼ وکړي او نگه له نانگه وو او اهل له نا اهلو نه بېل کړي. دا ځواک ادب يکره کتنه او دا ځواکمن ادبي کره کتونکى دى خو په دې شرط چې کره کتنه، کره کتنه وي او کره کتونکى په خپله اهل وي.
بيا هم يو عجيب حالت: په څو وروستيو کلونو کې شعر څه نا څه شعر شو او شعريت يې وموند او کيسه، کيسه شوه، هنريت يې وموند، د شعر او کيسې (( تاج )) د يوه دوو تنو قرار دادي شاعرانو او کيسه ليکوونکو له سر نه پراپرېوت او په ډېرو ووېشل شو. ډېرو د شعر په ډگرونو کې ځانونه و ازمايل او ډېرو هم د کيسه ليکنې په ډگر کې خو کره کتنه؟
که څه هم چې په پښتو ادب کې کره کتنه هومره چې نياز او اړيتا وه او ده هېڅکله په پښو سمه نه ده ودرېدلې خو لرل مو يو شمېر کره کتوونکي چې لږ تر لږه خوي ې راته د کره کتنې نوم ژوندى ساتلى و او په دې لاره کې يې که څه هم واړه اما ژوندي گامونه ايښي وو . خو وخت داسې راپېښه وکړه چې زيات يې يا خو له وطنه بې وطنه شول او يو شمېر هم ښايي د يو شمېر ملحو ظاتو له امله چوپ پاتې شول، نو له همدې کبله يو نيم چې نه شاعر او نه کيسه ليکونکي، ښايي د څه ليکلو لېوني وو او ښايي د شهرت، ډگر يې تش وموند او (( کره کتونکي )) شول او د چا خبره يوه سترگي د ړندو پاچا شو او د مېړونو له کمبوده... يوازې په څو وروستيو کلونو کې د هېواد ډېر ځوان خو له ولولو ډک ليکوال ښاغلى زرين انځور و کولى شول د کره کتنې قلم په مسووليت سره په لاس کې واخلي او زموږ د ځوان شعري بهير د ټوکېدو او غوړېدو د لارې سر لارى شي، رښتيني استعدادونه وروزي او مسخه شوو ته وښيي چې وروه! لاره دې په ترکستان تېرېږي، مهرباني وکړه بله لاره دې ځان ته غوره کړه، چې ترکاڼي د بېزو کار نه دى.
زرين انځور (( شعرونه او نقدونه )) وليکل او په (( معاصر شعر کې د هنري نوښت مساله )) يې په کراتو مراتو وليکله او روښانه يې کړه او د ابتذال او نوښټ جبهې يې سره بېلې کړې او دا دى اوس هم (( نقدونه )) ليکل کېږي او په مسخه شوي ډول يوازې د خپلې سليقې په حکم (( په اوسني پښتو شعر کې د نوښت مساله )) ليکل کېږي زموږ د مشرانو شاعرانو په شعرونو عجولانه قضاوت کېږي او زموږ ځوانو شاعرانو ته د شعر د ليکلو په خاطر د نوښت او ابتکار ( ١ ) په خاطر او له ابتذال او کمزورتيا وو سره د مبارزې ( ١ ) په خاطر سخاوتمندانه نسخې ورکول کېږي.
نه پوهېږم زموږ دغه شمېر (( کره کتونکي )) څه غوړي چې په اوسني پښتو شعر کې د نوښت د مسالې تر پوزې لاندې اوبه تېرې کړي.
شعرنوښت يعنې څه؟ شعري نوښت په کومه مانا؟ او شعري نوښت په کوم ډول؟
دې سوالونو ته يوازې هغه څوک ځواب ورکولى شي، چې شعر وپېژني او شاعر وپېژني، خپل شعر هم وپېژني او د نړۍ شعر هم وپېژني، د تېرو پېړيو شعر هم وپېژني او د نن شعر هم، د شعر روح او روانيت وپېژني او د شاعر هم (( که شاعر ويني د شعر په صورت کې راوړي، منتقد بايد هغو وينو د واقعي ترکيباتو مفسر وي . )) مگر هغوى چې حتا په خپلو ډېور عادي خبرو کې د شعر او شعريت په مفهوم نه پوهېږي او غوږونه يې يوازې د پېړيو پېړيو مخکې شعرونو له کليماتو، مفاهيمو، انځورونو او سمبولونو څخه ډک دي او هر نوى سمبول، نوې اسطوره او نوى ايماژ ورته د پرديو ير غلگرو حيثيت لري، څنگه به وکولى شي د نوښت او ابتکار په لاپو سر شي او د نوښت او ابتکار نسخې صادرې کړي؟
وگورئ په اوسني پښتو شعر کې د نوښت د مسالې د نسخو ورکوونکو يوه په زړه پورې نسخه، چې څنگه موږ ته د نوښت او تغزل (( شهکارونه )) مخې ته ږدي او تشويقوي مو، چې که نران ياست داسې شعر وليکئ:
(( له خياله کږه مه ځه چې منگى دې کږوي
د سپين تندي د پاسه دې سور ټيک خرابوي
معصومه يې ساده يې ښايسته د گلو لښته
گودر ته په همزولو کې هوسۍ شې چې راځې ... ))
او دا له نوښټ نه ډک شعر ( ١ ) هم څه تصادفي نه را اخلي، په ټول جرئت سره د شعر د پورته يادې شوې بېلگې له راوړلو نه دمخه ليکي:
(( کله چې د ... شعر لوستل کېږي نو لوستونکي ته له ورايه د رحمٰن بابا دا بيت ور په زړه شي چې وايي:
په غزل کې خو دوه بيته انتخاب وي
د رحمان غزل همه دى انتخاب
د ( ) شعرونه او غزلونه هم همه دي انتخاب.
دا شعر له خارستان نه د گلوبوستان جوړوي او دا دنيا له گلونو جوړه شوې ده... ))
که د شعري نوښت تر سيوري لاندې شاعران په دې دول ابتذال ته را کښل کېږي نو واه واه گرانه کره کتونکيه ! عجيب گلان دې اوبو ته ورکړي دي!
منم چې د همدې شعر شاعر لوى او ستر شاعر دى خو د هغه له شعرونو څخه دغه راوړل شوې بېلگه چې ستا په اند د نوښتي شعرونو (( شهکار )) دى ډېره غلطه له اوبو راوتې ده، نو که دا دې د اختر جامې وي د خټو جامې به دې څرنگه وي؟ نه يوازې دا بېلگه نه بلکې په سلگونو بېلگې، چې په خپل کتاب کې دي د نوښت شعر او نوښتي بېلگې په نامه راوړي دي، له ابتذال نه ډکې دي او په يوه توت هم نه ارزي.
شاباش په داس شاعرانه او مبتکرې سليقې :
بله نسخه: (( راشئ زموږ د ځوانو شاعرانو د شعري ښکلو څبو نندارې ته کينو او وگورو چې زموږ د شعر ماڼۍ يې څنگه ودانه کړې ده ( ) وايي :
پرېږده چې خوناب وي د ساقي هم د مينا زړگى
ما تهپه دې رنگ کې د سبا هيلې ځلېږي تل ( ٤ )
نو که زموږ د شعر ماڼۍ همداسې ودانه شوې وي، لوى خداى خو دې دا ماڼۍ له موږ نه واخلي! په دې کې شک او شبهه نشته چې داسې د شگو ماڼۍ ډېرې جوړې شوي دي او يوازې ماشومان يې نندارې ته کېناستلى شي او بس. زموږ وخت د داسې ماڼيو وخت نه دى.
فکر کوم هغه څه چې زموږ شعر يې ډېر عجيب کړى دى او زموږ شعر نه پرې شعر کېږي، له کليماتو نه نامناسبه گټه اخيستنه ده. زموږ يو شمېر شاعران د مجردو صفتونو له راوړول نه لږ و ډېر تېر شوو همداغه کار به د شعريت په لور يو گام او يو قدم وي.
وگورئ د (( نوښتونو )) ليکوال څرنگه شاعرانو ته د مجردو صفتونو او د تکراري او سولېدلو کليماتو او ترکيبونو تعويذونه ورکوي او په خپله هم څومره ارزښت ورته ورکوي، نوى يې بولي او له نوښت نه يې ډک بولي او هڅوي مو چې که نوې خبرې کوئ، نوې کليمې او نوي ترکيبات راوړئ نو له داسې کليمو او مفاهيمو نه گټه واخلئ او داسې ترکيبات ايجاد کړئ لکه: (( سره غرمه ، خندانه، تکه شنه، ټکنۍ غرمه، په کور کې ډزې کېدل، چې څومره نوي دي )) .
ماشاء الله ! که رښتيا ووايم کله چې داسې نوښتونه وينم، لولم او اورم بې له نوښت نه مې زړه تور شي او حتا له شاعرۍ نه هم او که له دې نه تېر شو، وينو چې زموږ کره کتونکي څومره ساده گۍ سره کله چې د يو شمېر له موډه لوېدلو کتابي خبرو او کله هم په خپل زعم شاعران خټگرۍ ته رابولي نه شاعرۍ ته، استدلال منطق ته يې رابوليو کلياتو ته يې رابولي او مطلق اند ته، پر هغه څه چې په مانا يې پوهېږي لاسونه ورته پړه کوي او په هغه يې چې سملاسې ماغزه کارونه کړي هغه خو نور ته اصلاً شعر نه ښکاري.
بوجۍ بوجۍ خبرې شته چې بايد په دې هکله وليکل شي او وويل شي، او د داسې کره کتونکو په غوږونو کې آذان وشي چې هغه څه چې تاسو يې د نوښت تر عنوان لاندې تمثيلوئ نوښت نه، بلکې ابتذال تمثيلوئ، تاسو په دې ليکنو سره شاعرانو ته خدمت نه کوئ، بلکې په سترگو کې يې خاورې او ايرې شيندئ.
وايي: هر څه چې خنوسا شي نو مالگه به پکې واچوئ او که مالگۀ خوسا شي نو څه به پکې واچوئ؟
د جنايتکارانو په څېر را درومي
څو د سبا لاروي له مينځۀ يوسي
آه زما عزيزې، زما گرانې ويرې
بنژامن پره
د الوتونکو پلورونکو بازار ته لاړم
او الوتونکي مې وپېژندل
ستا لپاره
دلدارې
د گل پلورونکو بازار ته لاړم
او گلونه مې وپېرودل
ستا لپاره
دلدارې
د اوسپنې پلورونکو بازار ته لاړم
او زنځيرونه مې وپيرودل
ستا لپاره
دلدارې
بيا د مينځو پلورونکو بازار ته لاړم
او ته مې ولټولې
خو ومې نه موندلې
دلدارې
هو کې! موږ د شعر تږي يو او موږ ښه شعر ته سترگې په لار يو، زموږ اوسنى پښتو شعر چې دا دى له کلونو، کلونو سکون او له سينې ښويېدنې وروسته لږ او ډېر پر ملا سيخ شوى دى نو يو عجربو ته اړ دى او نويو ازماېښتونو ته د (( ريالېزم )) او (( ضد ريالېزم )) هغه او دغه چم زموږ د دغه او هغه شاعر شعر ته زولنې په پښو کړي دي او پر هرونه يې پکې ايستي ، موږ شعريت او هنريت ته اړيو، هغه شعر او هنر چې که له هرې کومې ادبي ښوونځي څخه اوبه څښي چې شعر وي او هنر وي موږ ورته اړه لرو، ښه يې ترې را اخلو، تجربه کوو يې او عامو و يې او څه يې چې د منلو او زغم وړ نه دى او مخط دى په اوبو کې يې لاهو کوو، مگر د شعريت لمنه نيسو او مخ پر وړاندې ځو.
اوس، اوس موږ په کليت کې له دې خبرې سره موافق نه يو چې وايي :
(( ښايي داسې کسان به هم وي چې ادبيات له ټولنې ، له اېډيالوژۍ، له طبقاتي گټو، له سياست، له ورځنيو موضوعاتو او د نړۍ له مهمو پېښو او امورو څخه جلا وگڼي، خو بايد په دې خبره باندې پوه شو، او ورباندې ټينگار وکړو، چې دغه ډول واهي چتونه له ځان تېر اېستنې، خلک تېر اېستنې اوله واقعيت څخه له سترگې پټونې څخه پرته بل هېڅ شى نه دى. ))
يو ځل بيا ټينگار کوو چې هېڅ کومه هنري او ادبي پديده چې منځ ته راغلې ده په هېڅ توگه نه شي کولى له خلکو او د خلکو د ژوند له بېلا بېلو عيني او يا خو ذهني ډگرونو نه را ووځي، خو ادبيات له يوه سره دغې او هغې نه پائېدونکې اېډيالوژۍ، ورځني سياست، طبقاتي تضادونو او د نړۍ د مهمو پېښو تفسير او تعبير ته گومارل له انصاف او حتا له فرهنگ څخه لرې خبره نه ده؟
زموږ خبره پر شعر ده او شعر شعر دى، علم نه دىو ساينس نه دى، تاريخ نه دى او ژورنالېزم هم نه دى.
هغه شېبې چې دا دى ژوند پکې کوو له تېرو پېړيو او کلونو څخه توپير لري، اوس هغه زمان له منځه تللى دى چې شاعرانو بۀ د ملايانو، رياضي پوهانو، ښوونکو، سياستمدارانو او په مجموع کې د عالمانو دنده سرته رسوله اوس د علم د تصميم او پراختيا لپاره عالمان شته او د علم بېلا بېلې ځانگړې څانگې هم د سياست او د طبقاتي گټو د دفاع لپاره بې شمېره سياسي کړۍ شته او د ورځنيو موضوعاتو او د نړۍ د مهمو پېښو د تفسير لپاره ډېر پر مختللى نړيوال ژورنالېزم شته:
مگر خلک په دې پراخه نړۍ کې يوازې کور، کالي، ډوډۍ ته ضرورت لري؟ نه، ژوند، خوند، رنگ او ښکلا هم غواړي، څوک چې له ښکلا رنگ او خوند سره نابلده وي هغوى وحشي وي او پر ژوند نه ارزي.
موږ په دې خبره ټينگار نه کوو چې شعر دې، هنر دې او ادب دې له يوه مخه خوند او رنگ ته وقف شي او د ژند له عيني چارو دې گوښه شي خو داهم نه غواړو چې شعر، هنر او ادب دې له يوه مخهه علم، ساينس ، تاريخ او ساست ته وقف شي. شعر او هنر د ژوند لپاره هم او د خوند لپاره هم، دا دى زموږ غوښتنه .