دوې وزې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • دسمسور ويبپاڼي اداره
  • 1235

دوې وزې په يوه ډېره تنګه لاره کښي داسي سره مخامخ سوې چي هيڅ د تېرېدو ځای نه وو. نو يوه وزه په لاره کي .پرېوته او بلي وزې ډېر ورو پښه ورباندي کښېښوده او پدې توګه دواړي تيري سوې .

په بل ځای کښي دوې وزې د يوه لوړ او تنګ پله د پاسه سره مخامخ سوې دوی د دې پر ځای چي يوه پرېوزي او بله ورباندي تېره شي دواړو په جګړه  پيل وکړ. په پای کي دواړي له پله څخه کښته را ولوېدې او  پښې يې ماتي سوې.( هر څوک چي د سولي او سلام څخه کار نه اخلي او خپل مشکلات د نرمۍ او ورورګلوۍ په فضا کښي نه حل کوي عاقبت به يې وران او ويجاړ وي .)