له طالبه تر داعشه،د یوه وسله وال قومندان کیسه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مدثر خان
  • 1234

 له هغه وروسته چې د داعش وسله والې ډلې یو بې‌رحمه قومندان سعد امارتي د افغان امنیتي ځواکونو له وېرې د لوګر له دوبندي وتښتېد، د سیمې خلکو یو ځل بیا د ارامۍ ساه ووایسته. 

سعد امارتي چې اصلي نوم یې هادي دی، د لوګر چارواکي او خلک یې د وحشت او وېرې خورولو یوه ستره بېلګه ګڼي. 
د خوښۍ ولسوال عبدالحمید حامد سنټرل اسیا ته د امارتي په اړه ویلي، « نوموړی یو ډېر بې‌رحمه ټوپکوال دی چې د خلکو د ځورولو یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي.» 
نوموړی وايي چې امارتي اوس له طالبانو بېل شوی او له داعش څخه یې ملاتړ اعلان کړی. 
د حامد په وینا، امارتي هغه کسان ځورول، تښتول او وژل یې چې د ده پيروي یې نه کوله. 
نوموړي زیاته کړه، امارتي د خلکو په زړونو کې د وېرې پیدا کولو په موخه له خپلو دوو وسله والو سرونه پرې کړل او همدا ډول یې د سیمې درې سپین ږیري هم ووژل. 
د خوښۍ د ولسوال په وینا «امارتي څو ځله هڅه وکړه چې د خوښۍ ولسوالۍ مرکز هم تر خپلې ولکې لاندې راولي چې د همدې هڅو په لړ کې یې یو ماشوم وواژه او د ولسوالۍ خلکو ته یې ډېر مالي تاوانونه ور واړول.» 
د سیمې یو اوسېدونکی سراج ګل وايي، کله چې امارتي په لوګر کې وو، دی له هغه ځایه کډه شو. 
هغه وايي، امارتي به خپلو کسانو ته امر کاوه چې په خپل سر د خلکو کورونو تلاشي کړي، حتی ښځو ته یې د دې وخت نه ورکاوه چې بلې کوټې ته لاړې شي. 
نوموړی زیاتوي داسې ناځواني روسانو هم نه کوله. 
سراج د دې پېښو له بیان وروسته وویل «په همدې خاطر اړ شو، خپله سیمه پرېږدي او بل ځای ته کډه شي.» 
دا یوازې سراج ګل نه دی چې د امارتي د ظلمونو له کبله یې خپله سیمه پرې ايښې، بلکې په لسګونو نورې کورنۍ هم دې ته اړې شوې چې خپلې سیمې پرېږدي او بل ځای ته کډې یوسي. 
د سیمې یو دوکاندار نصرالله وايي، « کله به هم چې له کوره راوتم، دا ویره به راسره وه چې د امارتي د ظلم ښکار نه شم، خو اوس چې هغه نشته، فکر کوم د خپلې سیمې پاچا یم. ژوند بې له وېرې او وحشت له خوندونو ډک دی.»
امارتي اوس یوازې د حکومت تر تعقیب لاندې نه دی، بلکې طالبان هم پسې ګرځي. 
د خوښۍ ولسوال وايي، کله چې امارتي خبر شو چې طالبان یې وژني، له هغوی سره یې اړیکې پرې کړې او وتښتېد، خو د تېښتې پر مهال د هغه مرستیال عمر الوزی او ملګری یې حنیف د لوګر د ملي امنیت ریاست له خوا ونیول شول. 
د دوبندي اوسېدونکی نوید علي وايي، کله چې وسله وال طالبان د امارتي د نیولو لپاره سیمې ته راغلل، هغه خپل وېښتان او ږیره وخرېیل او وتښتېد. 
طالبانو ځکه په هغه پسې را واخیسته چې د طالبانو یو بل مهم قومندان یې وواژه. 
نوید علي زیاتوي، په سیمه کې به که چا ږیره وخرېیله، د امارتي له سختې سزا سره به مخ کېدل، خو خپله یې دا کار وکړ. 
علي وايي، هيڅوک اوس خبر نه دي چې امارتي چېرته دی. 
سعد امارتي اوس پنځه دېرش کاله عمر لري. په ۱۹۸۰ کال یې کورنۍ پاکستان ته مهاجره شوه چې د ژوند لومړني کلونه یې هملته د مهاجرینو په یوه کمپ کې تېر کړل. 
د دوبندي سیمې یو اوسېدونکی ډاکتر ثواب الدین مخکښ وايي، امارتي زده‌کړې نه دي کړي، ځکه یې په پاکستان کې ورځنۍ مزدوري کوله چې د وخت په تېرېدو سره هملته له طالبانو سره یو ځای شو. 
نوموړی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال بېرته دوبندي ته را ستون شو.
د مخکښ په وینا د امارتي تر راتګ وروسته بې شمېره بهرني وسله وال هم دوبندي ته راغلل او یو ځای یې د خلکو ژوند په ‌جهنم بدل کړ.  
مخکښ زیاتوي، هغه به خپل وسله وال د خلکو کورونو ته ورلېږل او که د چا په کور کې به یې ټلوېزونونه (چې د وسله والو له خوا حرام بلل کېدل) پیدا کړل، ماتول به یې او د کور خلک به یې ځورول. 
د سیمې یو بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، وايي « که د امارتي به خوښ نه شوې، مرګ دې حتمي وو.» 
د امارتي ظلمونه یوازې تر لوګره محدود نه وو، ده په پکتیا کې هم ډېر وسله وال بریدونه کړي او له خلکو یې د دوی غواوې او پسونه په زور بېول.  
نوموړي د ټلېفون له لارې د سیمې له دوکاندارنو، مالدارنو او خپلوانو څخه، چې له لوګر څخه بهر هم وو، پیسې غوښتلې. 
خو اوس امارتي بې شمېره دښمنان لري. 
ډاکتر مخکښ وايي، « نوموړی اوس له هر چا سره جنګېږي، حتی له هغو طالبانو سره یې هم دښمني شوه چې ده ورته د بې شمېره کسانو وینې تویې کړې. دا چې د هغه ظلمونه اوج ته رسېدلي وو، له ماتې سره مخ شو.» 
سرچینه: سنټرل اسیا
سرخط ورځپاڼه